د پوهنځي د رئیس پیغام

دکابل پوهنتون په افغانستان کی ترټولو لومړنی، ترټولو لوی او داکادمیک اعتبار لروونکی تاریخی پوهنتون دی ، چی یوویشت پوهنځی، اوهر پوهنځی بیلا بیلی د زده کړی څانګی لری . د فزیک پوهنځی دکابل پوهنتون یوله بنسټیزو پوهنځیوڅخه شمیرل کیږی . دا پوهنحی پخوا د ساینس دپوهنځی دیوې څانګه په توګه اوله ۱۳۹۵ کال څخه راپه دی خوادخپلواک پوهنځی په توګه ګڼ شمیر دفزیک په پوهه سمبال کسان ټولنی ته وړاندی کړی دی .

لکه څرنګه چی جوته ده چی د ساینس ،تکنالوژی اوجوړنی بنسټ فزیک بلل کیږی ،نوله همدی کبله ددغه پوهنځی شتون اړین وګڼل شو.په هر هیواد کی د صنعت  ،ساینس اوتکنالوژی پراختیا دهغه هیواد دفزیک پوهانولاسته راوړنی بلل کیږی . دفزیک د پوهنځي زده کړیالان اوفارغان کولای شی چی دهیواد په پرمختګ اودهیوادوالودژوند په هوساکولوکی رغنده رول ولوبوی.

دفزیک دپوهنځی ټول استادان دخپلو علمی وړتیاوو،پوهنیزپوتانشیل اولوړتخصصی او مسلکی مهارت په لرولوسره په خپل ټول قوت اوانرژی ددې خاورې دبچیانوپه خدمت کې دي  ترڅوټولنی ته په زده کړواومسلکی وړتیاوو او مهارتونو سمبال کسان وړاندی کړی.

دفزیک پوهنځی دنړیوالو معیارونو،دکاردبازاراومارکیت دغوښتنو سره برابرد تحصیلی نصاب په لرلو سره غواړی ترڅوټولنې ته داسی کسان وروزی چې داوسنۍ  نړۍ  دپرمختللی ساینس او تکنالوژی سره  پوره اشنااوله هغو څخه پوره ګټه واخیستلی شی. . دفزیک دپوهنحی تحصیلی نصاب دلاندې ټکیوپه پام کې نیولو سره ترتیب اوجوړشوی دی .

  • دغه نصاب دنوی تکنالوژی اوصنعت سره اړیکه لری .                                               
  • دغه نصاب زموږ دټولنی داړتیاووپه پام کې نیولو سره تیارشوی دی .   
  • دغه نصاب د ژوند په ښه کولو اوهوساینی کی مهم رول لوبولی شی .                                          
  • دغه نصاب دورځنی بازار اومارکیټی اړتیاوو سره په هم غږی کې جوړشوی دی .             

زه دفزیک دپوهنځی دیوه استاد اوریس په توګه ډیرخوښ یم چی دفزیک پوهنځی معیاری اوستاندرد تحصیلی نصاب لری.اودفزیک پوهنځی دخپل علمی اوبشری پوتانشیل په لرلوسره په نږدی راتلوونکی کې انشا ء الله ددې پوهنحی دهستوی اوآتومی فزیک په څانګه کې دماستری برنامه په لاره اچوی .

اوپه پای کی ددې پوهنحی دټولواستادانوڅخه ددوي دبیدرغه اوخلوص نه ډکې مرستې او همکاری څخه منندوی یم اوهمدارنګه خپلو استادانو اوزده کړیالانوته دالله(ج) له دربار څخه بریالیتوب غواړم .

 

پوهاند زلمی احمدزی

دفزیک دپوهنحی رییس

گالری رسانه

د پسرلي په موسم کې د کابل پوهنتون انګړ

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون د لوړو زده کړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس انځوریز البوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د ماسټري د نویې برنامې رامنځ ته کېدو د نصاب په اړه د نظر شریکولو غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د څېړنیز پوسترونو نندارتون پرانستل شو

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا