د پوهنځي تاریخچه
تاریخچه
عامه اداره او پالیسي پوهنځی یو دولتي تحصیلي نهاد ده چې په ۱۳۹۰ کال کې کابل پوهنتون کی تاسیس شو. د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی د تاسیس په لومړیو کې د عامه رهبریت او مدیریت په برخه کی متخصصان روزل.دا پوهنځی اته سمستره ده څی په لومړیو دوو کلونو کی محصلین اساسي د پوهنتون مضمونونه لولي او په دوو اخري کلونو کې د ادارې او پالیسي رشتې تخصصي مضامین لولي. په دې پوهنځی کې تدریس په ملي او انګلیسي ژبه کیږي او ټول عملي او نظري درسونه په عصري تکنالوژي ښودل کیږي. د دې پوهنځي نصاب د ملی او بین المللی استادانو په واسطه په بین المللی معیار آماده شوی. د څلورم کال په اخر کې محصلین مونوګراف جوړوي او د ژوري هیئت په مقابل کی دفاع ترینه کوي.
د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنڅي په لومړي کال کې ۱۰۰ محصلین او په ۱۳۹۷ کې ۱۸۰ محصلین د کانکور له لارې جذب کړل. د یادونې وړ ده چې نوموړي پوهنځي څلور دورې محصلین ټولني ته وړاندې کړي دي. دا پوهنحٔی د شپې بخش کې هم فعالیت لري او تر اوسه یې دوه دورې فارغان ټولني ته وړاندې کړي.
پيژندنه
عامه ادارې او پالیسي پوهنځی کابل پوهنتون کې ۱۳۹۰ کې رامنځته او په ۱۳۹۱ کی یې محصلان د کانکور له لارې جذب کړل. عامه اداره او پالیسي پوهنځی د اسلامي جمهوري دولت د ضرورت په اساس تاسیس شو او اوس درې دیپارتمنته لري. د عامه پالیسي دیپارتمنت یو د دې پوهنځي له تخصصي دیپارتمنت څخه ده. چې د پالیسي جوړولو، د پالیسي عملي کولو او د څارنې او نظارت برخه کې فعالیت لري. د عامه ادارې دیپارتمنت غواړي چی د متخصصینو د روزنې له لارې سالم حکومت په افغانستان کې رامنځته او د افغانستان د عامه ادارو ضرورتونه رفع کړي. د مدیریت د پراختیا دیپارتمنت هم د پراختیا او مدیریت عمده ستونزو او په افغانستان کې د دوامداره پراختیا په برخه کې چې څنګه وکولی شو بهتري راولو تدریس کوي.