د پوهنځي تاریخچه
په هیواد کې د لوړو زده کړو له پراختیا او او پرمتختګ سره یو ځای د ځمکپوهني پوهنځي په ۱۳۵۹ کال په حمل میاشت کې د دادبیاتو او ټولینزو علومو پوهنځی د جغرافیی څانګې او د ساینس پوهنځۍ د متیورولوژي او جیولوجي څانګې د یوځای کیدلو په پایله کې رامنځته شوه. په ۱۳۶۱ کال کې د هایدرولوژي څانګه له دې پوهنځۍ سره یوه ځای شوه چې په ۱۳۷۵ کال کې د علمې کادرونو د نشتوالی له امله دغه څانګه د متیورولوژي څانګې سره یوځای شوه اود ځمکپوهنې پوهنځي په چوکاټ کې یې د هایدرومتیورولوژي څانګې تر نامه لاندې فعالیت پیل کړ.په ۱۳۸۷ کال د چاپیریال ساتنې او پیښواداره، څانګه په دې پوهنځي کې رامنځته شوه چې، په ۱۳۹۱ کال کې یې د چاپیریال ستاتنې پوهنځی ته ارتقاُ وکړه.
د جغرافیی څانګه کې په ۱۳۳۰ کال کې د تاریخ څانګې سره یو ځای د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځۍ پو چوکاټ کې رامنځته شوه،چې په نړي کې جغرافیې علم د پرمختګ او په هیواد کې د معارف او جغرافیی څیړنو اړوندو چارو پراختیا ددې لامل شو چې د جغرافی علم پراختیا ته د نورو علوم په شان اړتیا موجوده وه چې له همدی امله په ۱۳۵۴ کال کې د جغرافی څانګه له تاریخ څانګې څخه بیله شوه او د څانګړې څانګې په توګه یې فعالیت پیل کړ. په ۱۳۵۹ کال کې د جغرافیې څانګه د ساینسي علومو سره د نږدیوالی له کبله د ادبیاتو له پوهنځی څخه کوښی شوه، د میتورولوژي او جیولوجي څانګو سره یوه ځاي د ځمکپوهنې تر نوم لاندې ځانګړی پوهنځی رامنځته کړ. د جغرافیې څانګې موخه دمکتبونو دجغرافیی استادانو په چوګاټ کې د هیواد د جغرافیه پوهانو او په وروستیو کلونو کې د وزارتونو او سکتوری نهادونو لپاره د جغرافیایې څیړنو لپاره د څیړنکو روزنه، تشکیلوي.
د جغرافی علم د ځمکې پر مخ ټولې پیښې (پدیدې) د هغه د ځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره تر بیلابیلو جغرافیایې عنوانونو راولي، د فزیکي جغرافیی په برخه کې تر ټولو لمړي اقلیم پژندنه او جیومورفولوجی په پام کې نیول کیږي، ځکه چې د ځمکې پر مخ ساختمانونه او اقلیم د بشر له ژوندانه سره مستقمي اړیکي لري. اقلیم د جغرافیی تر ټولو غوره موضوعاتو څخه بلل کیږي چې د ټولنیزو او کلتوری فعالیتونو اصلی محور تشکیلوي. د جغرافیې څانګې په اولو وختونو کې د متحده ایالاتو د نبراسکا پوهنتو سره توامیت درلود چې د وخت په تیریدو سره په ۱۳۵۹ کال کې په تحصیلی نصاب کې د بدلون له امله ددې څانګې توامیت د آلمان پوهنتون سره تر سره شو، چې تر اوسمهاله دوام لری.
د جیولوجی څانګه په ۱۳۳۴ کال کې د افغانستان د جیولوجی او معدن په برخه کې لمړی څانګه وه چې د افغانی او آلمان متخصصینو په مرسته د فیلد جیولوجستانو د روزنې لپاره رامنځته شوه، چې د زیات وخت د آلمان هیواد د بن پوهنتون د جیولوجی انستیتوت له علمی او تخنیکي همکاری ورسره وه. پّ ۱۳۵۹ کال کې د دکادمیکو برخو څانګړي کولو او د کابل پوهنتون د پلان او پراختیا سره سم د ځمکپوهنې پوهنځي رامنځته شو، د جیولوجی څانګې خپل فعالیت ددې پوهنځی په چوګاټ کې تر اوسمهاله مخ ته وړی دی.
د متیورولوي دیپارتمنت په ۱۳۴۲ کال کې تاسیس شو او په ۱۳۵۹ کال کې د سایسن پوهنځی څخه د ځمکپوهني پوهنځی په چوکات کې شامل شو، په ۱۳۶۱ کال کې د هایدرولوژي څانګه په ځمکوهني پوهنخي کې رامنځته شوه چې پّ ۱۳۷۵ کال کې د علمی کادرونو د کمښت له امله له میتورولوژي څانکې سره یوځای او د هایدرومتیورولوژي څانګې تر نامه لاندې یې په ځمکپوهنه پوهنځي کې فعالیت پیل کړ. دې څانګې د خپل فعالیت په دوران کې د هیواد دملی اقتصاد بیلابیلو برخو لپاره د اوبو او هوا متخصصین روزلی دی. ددې څانګې موخه د هایدرولوژي او متیورولوژي په برخه کې د متخصصینونو روزل دی.