دپوهنځی په اړه

د چاپېریال ساتنې پوهنځی، چې پخوا د چاپېریال پوهنې پوهنځی په نوم یادېده، د ۲۰۱۳ م کال د اپریل په میاشت کې د داسې ځوانو متخصصینو د روزلو په پار تاسیس شو چې د بېلابېلو چاپېریالي، پيښو او ګواښونو او طبیعي زیرمو اړوند ستونزو ته چې افغانستان ورسره لاس او ګرېوان دی، د مدیریت وړتیا ولري. د چاپېریال ساتنې پوهنځی د علمي، ټولنیزو او مارکیټ اړتیاوو سره سم په خپلواکه توګه را منځته شو. د چاپېریال ساتنې پوهنځی د چاپېریال ساتنې او پيښو مدیریت څانګې د بدیل په حیث چې پخوا یې د ځمکپوهنې پوهنځي د یوې څانګې په صفت کار کاوه را منځته شو. د چاپېریال ساتنې پوهنځی د درېیو څانګو: چاپېریالپوهنې، د طبیعي زېرمو مدیریت، او پېښو مدیریت لرونکی دی. په ۲۰۱۳ م کال کې د لوړو زده کړو وزارت نوموړې درې څانګې د لسانس پروګرام په کچه تصویب او تائید کړې.

د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځی د افغانستان د دولتي لوړو زده کړو په سکتور کې یوازینی پروګرام دی چې د لسانس په کچه فارغان وړاندې کوي. نوموړی پروګرام په ۲۰۱۳ م کال کې تاسیس شو، چې د لسانس په کچه په درېیو برخو کې چې عبارت دي له: چاپېریالپوهنه، د طبیعي زېرمو مدیریت او د پېښو مدیریت څخه، د لسانس په کچه فارغان وړاندې کوي. د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام د تحصیلي نصاب او پيداګوژۍ د ارزونې یو پروګرام تر لاس لاندې ونیو، چې تر څو د چاپېریال ساتنې د مسئولو اورګانونو او پوهنتونونو تر منځ همکاري را منځته شي. په ۲۰۱۵ م کال کې د چاپېریال ساتنې پوهنځي د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې له پروګرام سره یو تړون وکړ تر څو د نوموړي پوهنځي د تحصیلی نصاب په بیا کتنه او د ورځنیو اړتیا سره سم کولو لپاره اړینې مرستې وکړي. د همدغه تړون پر بنسټ د چاپېریال ساتنې پوهنځي او ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام د امریکا د متحده ایالتونو د مونټانا پوهنتون سره تړون لاسلیک کړ. د مونټانا پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي لپاره د یو نژدې او کار وړ همکار په توګه چې په مرکزي او سویلي اسیا هېوادونو کې د چاپېریالي افتونو او پيښو، د غرونو دوامداره پرمختیا، اوبیزو زېرمو او اقلیمي بدلون په برخه کې د پام وړ تجربه لري، ثابت شو.

گالری رسانه

کابل پوهنتون د نارینه محصلینو په لیلیه کې د اوبو فلتر کولو دوه پایې ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم