دفزیک پوهنځی کمیتی
دکمیټوغړی ،دهغوی مسولیتونه اودندی یی په لاندی ډول ویشل شوی دی .
د پوهنځي علمی شورا: ددی شورا اصلی موخه دکادری علمی غړو بشپړول ، اوهمدارنګه په نورو اړینو مسایلو پریکړه کول دی . د دی ترڅنګ زده ګړیالانوته دښو، علمی ،ستاندردو،څیړنیزواو درسی امکاناتو برابرول دی .سربیره پردی په اخلاقی اومعنوی ډول دزده کړیالانو سمبالول دی .دپوهنځی ریس ددی شورا د ریس دنده ،اومعاون هم دراپور ورکونکی دنده په غاړه لری . دپوهنځی دعلمی شوراترکیب په دې ډول دی دپوهنځی ریس دشورا دریس دڅانګو امرین اودهرې څانګې دوه لوړرتبه استاذان دشورا غړی اوتدریسی عمومی مدیر دشورامنشی دی.
دڅانګی مجلس: دهرې څانګې غړی دهغې څانګې مجلس تشکیلوی او دڅانګې امردقانون مطابق دمستقیمو ازادواوپټې رایې اچونې له لارې ټاکل کیږی اودپوهنځی دریس په وړاندی مسؤلیت لری دهری څانګی امردا واک لری چی داړوندی څانګی اداری ،مالی اودرسی مسوُلیتونه په کادری غړووویشی.دڅانګې امردخپلې څانګې دتدریسی چاروتنظم کوونکی اومسؤل دی. چی دغه مسوُلیت دلوړو زده کړو وزارت دقانون ، مقرراتواولوایحو سره سم ټاکل شوی دی. دڅانګې مجلس له اړتیا سره سم رابلل کیږی .
ځانګړې کمیټې
دپوهنځی ریس له علمی شورا سره ترمشورو ورسته کولاشی لاندی کمیتی دځینوموخوپه لپاره جوړی کړی.
د درسی کریکولم یاتحصیلی نصاب کمیټه
دغه کمیټه د درسی موادودبیا کتنی اوسمون دنده په غاړه لری. نوموړی کمیټه د دی واک لری چی ځینی درسی مواد کم اوله خپلې هراړخیزې ارزونې او څارنې وروسته په هغو کې لازم اواړین بدلون راولی. ددغی کمیټي غړی دهری څانګی د یوه ،یوه استازی څخه جوړیږی .چی داړتیا سره سم، اوکم ترکمه په هر سمیستر کی یوځل خپل مجلس رابولی .
دازموینوکمیټه
د دغی کمیټی غړی دپوهنځی دعلمی شورا له خوا ټاکل کیږی .د دغی کمیټی غړی دهری څانګی داستازوڅخه ټاکل کیږی. د دغی کمیټی غړی دا مسوُلیت لری چې دهرسمیستردنهایی یا فاینل ازموینوله ټولو پړاونوڅخه دقانون مطابق څارنه اوپلټنه وکړی.دازموینې په بهیرکې دهرډول تخطی ، نقل جعل اوتذویرڅخه مخنیوی او جلوګیری وکړی. دمعترضومحصلانوشکایتونو، دازموینودپارچودبیا کتنې ته رسیدګی وکړی.
دنظم اودسپلین کمیټه
د دغی کمیټی غړی دپوهنځی دعلمی شورا له خوا ټاکل کیږی، چی دڅانګوله استازوڅخه جوړیږی . دغه کمیټه دنده او مسؤلیت لری ترڅو دهرډول سرغړونې ،قانون ماتونې او په اکادمیک چاپیریال کې دهرډول ناسمو کړنومخه ونیسی. د دغی کمیټی غړی باید له اړتیا سره سم اویا لږ ترلږه په یوه سمسترکی دوه ځلی سره راغونډشی .
دڅیړنوکمیټه
دغه کمیټه دټولو څیړنیزو کړنو اوپروژو مسؤلیت لری . ددغی کمیټي غړی دهری څانګی داستازوڅخه جوړیږی . دغه کمیټه دنده اومسؤلیت لری چی زده کړیالانو اودپوهنځي کادری غړوته دڅیړنوزمینه برابره کړی . د دغی کمیټی غړی هم داړتیا اوضرورت سره سم خپلې غونډې جوړه وی.
دوړتیاوودتضمین کمیټه
د دغی کمیټی بنسټیزکار دوړتیا وولوړول او وده ده .د دغی کمیټي غړی د هری څانګی استازی دی . دوړتیاوو دتضمین کمیتې مسؤل دپوهنځی دریس له خواټاکل کیږی دغه کمیټه هم داړتیا سره سم اویا هم لږترلږه په سمیسترکی دوه ځلی خپلې غونډې جوړه وی.
دستراتیژیک پلان کمیټه
ددي کمیټې اساسی دنده دڅانګې او پوهنځی په کچه دستراتیژیک پلان دتطبیق اوعملی کولوڅارنه او کنترول دی.ددې کمیټې ریس دپوهنځی ریس او غړی یې دڅانګو امرین دي.داکمیټه له اړتیا سره سم اویالږ ترلږه په سیمستر کې یوځل ِونډه کوی.