دعلمي کدر غړی

د پوهنځي د علمي کادر غړي نه یوازې د مضمونونو د تدریس او څېړنې دندې پر غاړه لري بلکې د څانګو سره د سټراټيژیک پلان په جوړولو، تحصیلی نصاب په بیا کتنې او پراختیا کې مرسته کوي، سربیره پر دې د څانګو په ناستو کې د غړي په صفت هم ګډون کوي. استادن د بیلابیلو کمیټو دایمې غړیتوب هم لري چې ځینې يې: د پوهنتون او پوهنځي علمي شورا، د مجلې د تحریر هیئت، د پوهنتون او پوهنځي د علمي کادرونو د تقرر او ترفیعاتو کمیسیونونه، د امتحانونو، نظم او دسپلین، فرهنګي او داسې نورو کمیټو څخه عبارت دي. سربیره پر دې استادان د یو لړ داخلي او بهرنیو علمي او تخنیکي کمیټو غړیتوب هم لري. 

 

د لوړو زده کړو وزارت د نوي قانون پر بنسټ پوهنتون استادانو ته لاندې پنځه علمي رتبې په نظر کې نیول شوې دي، چې عبارت دي له:

  1. پوهاند
  2. پوهنوال
  3. پوهندوی
  4. پوهنمل
  5. پوهنیار

جدول ۱: د چاپېریال ساتنې پوهنځي د څانګو د علمي کادر غړو معلومات

ګڼه

څانګه

د علمي کادر غړي

(ډاکټر)

د علمي کادر غړي

 (ماسټر)

د علمي کادر غړي

 (لسانس)

۱

چاپېریال پوهنه

۱

۶

۰

۲

د طبیعي زېرمو مدیریت

۱

۳

۰

۳

د پيښو مدیریت

۰

۲

۲

۴

مجموعه

۲

۱۱

۲

۵

عمومي مجموعه

۱۵

د محصلانو او استادانو تناسب

د چاپېریال ساتنې پوهنځي دریواړه څانګې د ۶۴۰ محصلانو او ۱۵ علمي کادر غړو لرونکي دي، چې د استادانو او محصلانو تر منځ تناسب یې 1:43 ته رسیږي، نوموړی تناسب له معیار څخه لوړ دی. له همدې امله د پوهنځي اداره غواړي چې په ټولو څانګو کې وړ استادان په دندو وګماري.   

گالری رسانه

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته