د کابل پوهنتون رییس د افغانستان د پرمختیا لپاره د لوړو زده کړو د پیاوړتیا برنامې (AHEAD) رییس سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۹:۲۳
ku

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د افغانستان د پرمختیا لپاره د لوړو زده د پیاوړتیا برنامې (AHEAD) رییس ښاغلي نجیب الله سیاوش سره د پوهنتون ریاست کې وکتل او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې په ګډو همکاریو خبرې وکړې.

پدې ناسته کې د کابل پوهنتون سره یې د دې برنامې ګډې همکارۍ موضوعاتو او ساحو، د متشبثینو لپاره د ګډ ظرفیت لوړولو برنامو رامینځته کولو پر څرنګوالي او د دې همکارۍ اړوندو نورو مسلو په هکله خبرې اترې وکړې. د افغانستان د پرمختیا لپاره د لوړو زده کړو د پیاوړتیا برنامې رییس پدې لیدنه کې وویل، چې د AHEAD برنامې مسوولین له کابل پوهنتون سره خپلې همکاري ته متعهد دي او د همکاریو او ګډو برنامو د جوړېډو په برخه کې به هېڅ ډول همکاري ونسپموي. وروسته د کابل پوهنتون رییس، کابل پوهنتون ته د دې برنامې مسوولینو او همکارانو راتګ او له همکاریو څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې وکولای شي د یو بل په همکاري د محصلینو د وړتیا لوړولو لپاره زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې د محصلینو او څېړونکو د مطالعې په موخه د کابل پوهنتون کتابتون سره د یوې هېوادوالې اغلې مېرمن ګل غوټۍ خاموش له لوري ۳۲۲ ټوګه کتابونه ډالۍ شول، چې د کابل پوهنتون د مسولینو د پاملرنې وړ وګرځېدل او له هغې څخه یې هم ستاینه وکړه. د کابل پوهنتون رییس د مېرمن خاموش احساسات د قدر وړ وبلل او هغه یې د هیواد د زړه سوانده او روڼ اندو ځوانانو څخه یوه نمونه یاده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د روان کال کب میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کیېنولو کمپاین د دې علمي بنسټ په چاپېریال کې د ۲۰۰ اصلي زینتي نیالګیو په کېنولو پیل شو.

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د پایلو پر بنسټ زده کړو ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون ۲۲تنه نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ(OBE) زده کړو ۶ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شو، په دې ورکشاپ کې د تدریس اصول، د ټولګي کنترول،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۲:۵۸
Background image

د بې سرحده ډاکټرانو دفتر یا (MSF) د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې د فارمسي پوهنځۍ د زده کړیالانو لپاره د سپینو چپنو مرسته وکړه

 په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځۍ رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر په خپلو خبرو کې د بې سرحده ډاکټرانو له مرسته مننه وکړه او دغه راز یې له دوی څخه وغوښتل چې د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم