د کابل پوهنتون او د ناروې د اسلو میتروپالین پوهنتون ترمنځ د علمي او څېړنیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۷:۴۷
ku

د کابل پوهنتون او د ناروې هیواد اسلو میترو پالین پوهنتون ( Oslo Metropolitan University-OsloMet) ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک د روان کال د سلواغې میاشتې په ۱۴ نېټه د سې شنبې په ورځ د انلاین ناستې په لړ کې د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د دې علمي او محصلينو چارو مرستیالانو، د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځيو رییسانو په ګډون د کابل پوهنتون د علمي شورا د ناستو په تالار او په انلاین ډول له کابل څخه د ناروې هیواد سفیر ښاغلي اندریس لیندیمن، د اسلو میترو پالیتن پوهنتون رییس او په اسلو ښار کې د افغانستان سفیر دکتور یوسف غفورزي په انلاین زوم(Zoom) له لارې یې د دواړو بنسټونو ترمنځ په علمي، فرهنګي، څېړنیزې او د ظرفیت لوړونې په موخه د زمینې برابرېدلو او په دې دواړو بنسټونو کې د یو بل له امکاناتو څخه ګټه اخیستنې په موخه د همکاریو زمینې برابرولو لپاره د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دې هوکړه لیک لویه موخه په نړۍ والو مطالعاتو، ټولنیزو او طبي علومو کې له نوې ټکنالوژي، طراحې او هنر څخه په ګټه اخیستنه د علمي او اکاډمیکې څېړنو په برخه کې دوه اړخیزه همکاري؛ د ګډو علمي کنفرانسونو او سمینارونو، ظرفیت جوړونه، د کیفت لوړوالی او د یو بل له امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې زمینې برابرېدل دي.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، په کابل کې د ناروې شاهي هیواد سفیر ښاغلي اندریس لیندیمن، د ناروې هیواد د اسلو میترو پالین پوهنتون رییس ښاغلي کرت رایس، د ناروې هیواد په اسلو ښار کې د افغانستان سفیر ښاغلي یوسف غفورزي د دې هوکړه لیک لاسلیک په مجازي برنامه کې د دواړو هیوادنو د تحصیلي بنسټونو بشري ځواک د ظرفیت لوړونې، له علمي او عملي ګډو تجربو څخه ګټوره استفاده او په څانګړې توګه د بنسټونو د ظرفیت لوړنې او پراختیا لپاره یې د زمینې برابرېدل یې یوه اړتیا یاده کړه او د دې هوکړه لیک په چوکاټ کې یې د ډول- ډول علمي او څېړنیزو همکاریو په تداوم تاکید وکړ.

دا هوکړه لیک، چې څه موده وړاندې د کابل او د ناروې هیواد د اسلو میترو پالین پوهنتونونو د مسوولینو په هڅو کار پرې ترسره شوی وو، د کابل پوهنتون په استازيتوب په ناروې هیواد کې د افغانستان سفیر ښاغلي غفورزي د ناروې هیواد د اسلو میترو پالین پوهنتون رییس ښاغلي کرت رایس له لوري لاسلیک شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: