د مشرانو جرګې د دیني او فرهنګي ( معارف، لوړو زده کړو او علمي څېړنو) کمیسیون رییس او غړو د کابل پوهنتون رهبري سره وکتل او د دې پوهنتون د لړم میاشتې دولسمې نېټې پېښې په هکله یې غمشریکي وکړه

ناپیژنده (not verified)
جمعه ۱۳۹۹/۸/۱۶ - ۱۷:۱
لبسیب

د مشرانو جرګې د دیني او فرهنګي ( معارف، لوړو زده کړو او علمي څېړنو) کمیسیون غړو د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو یو شمېر محصلینو د شهادت په هکله، چې د لړم میاشتې دولسمې نېټې په پېښه کې شهیدان او یو شمېر نور تپیان شول د کابل پوهنتون له رهبري سره یې لیدنه او غمشریکي وکړه.

د سناتور عبداللطیف نهضتیار په مشري د دې کمیسیون غړو د لړم میاشتې په ۱۷ نېټه د شنبې په ورځ د کابل پوهنتون په ریاست کې د شهیدانو پاک روح ته دعا او د ټپیانو لپاره یې د روغتیا غوښتنه او د دوی له کورنيو او د کابل پوهنتون او د هیواد اکاډمیکې ټولنې سره یې غمشریکي او خواخوږي وکړه، د امنیتي مسوولینو له لوري د دې پېښې څارنې او د علت او عواملو دقیقې څېړنې، د دې پېښې څرنګوالي، د کابل پوهنتون له لوري د نویو درسونو دوام او د هیواد علمي ځایونو ساتنې په موخه د درې اړخیزو مشرانو جرګې، کابل پوهنتون او د هیواد امنیتي ادارو تر منځ په مشورتي ګډو ناستو باندې خبرې وکړې.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د دې کمیسیون غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې د لړم میاشتې دولسمې نېټې شهیدانو پاک روح ته دعا او د ټپیاو لپاره د روغتیا غوښتنه او د علمي ځایونو په ځانګړي توګه د کابل پوهنتون او د دې پوهنتون د محصلینو د امنیت په ساتلو باندې یې جدي تاکید وکړ او له دې سناتورانو څخه یې وغوښتل تر څو له امنیتي مسوولینو سره په خپلو مشورتي ناستو کې د پوهنتونونو او علمي ځایونو ته جدي پاملرنه ولري.

د دې ناستې غړو د دې لیدنې په پای کې د لړم میاشتې دولسمې نېټې پېښې ځای څخه لیدنه او له نژدې څخه یې د دې ځای ارزونه وکړه، چې اوس د ولسمشري ماڼۍ پراختیايي او عملیاتي واحد له لوري د زیانمن شوو ځایونو په بیارغونې باندې بوخت دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: