د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځي محصلینو د سروبي برېښنا تولید فابریکې څخه لیدنه وکړه

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۱۳:۲۲
78

د برېښنا شرکت د برېښناتولیدي حوزې ریاست او کابل پوهنتون انجینري پوهنځي ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک په اساس دیاد پوهنخي ځینو محصلینو د روان کال وري  میاشتې په ۲۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د سروبي ولسوالۍ د برېښنا فابریکې څخه لیدنه وکړه.

نوموړې کتنه د محصلینو د عملي کچې د لوړلو په موخه ترسره شو، په دې لیدنه کې د انرژي، میخانیک، برق او الکترونیک دڅانګو محصلین شامل وو.

د سروبي برېښنا د تولید فابریکې رئیس انجنیر فاروق عمر دلیدنې په لړ کې د اوبو بند د فعالیت په طرز، د اوبو د سپما اندازه کولو، سربندونو ته د اوبو لېږدولو پایپونو، د فرانسیس د اوبو توربینونو، د برېښنا د تولید له جنراتورونو سره د توربین د نښلولو، په کنټرول خونه کې د بریښنا جریان کنټرول، د سطحي اوبو سرچینو څخه د بریښنا تولید پر اهمیت، د هایدروډینامیکي سیسټمونو میخانیکي برخو او د اوبو کنټرول دروازې په اړه محصلینو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

په دې علمي لیدنه کې د انجینري پوهنځي محصلینو سره د پوهنځي رئیس دکتور عارف نعیم او استاد پوهنیار ذبیح الله بخشي ملتیا کوله.

د دغه پروګرام په پای کې د انجینرۍ پوهنځي رئیس د سروبي د برښنا تولید فابریکې دآمریت او د برښنا شرکت د برښنا تولید حوزې ریاست له لوري د محصلینو لپاره د عملي کارونو د برابرولو له امله مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۲۷
Background image

د پوهنتون رهبرۍد ممتازه محصلانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

د محصلانو د تحصيلي، اداري او خدماتي چارو د لا سمون او د دوی د هڅونې په موخه، د کابل پوهنتون ښاغلي رئيس او ښاغلو مرستيالانو د دې پوهنتون د ټولو پوهنځیو له قدرمنو ممتازو محصلینو، د لیلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۲
Background image

د ديني_ اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

د درسونو دا لړۍ چې په سمستر کې دوه ځل ترسره کېږي، د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، لس ورځې به دوام وکړي چې د معتبرو شیوخو کرامو له لوري به پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۳۹
Background image

د متقاعد استادانو ستاینغونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون زراعت پوهنځي د خپلو متقاعدو استادانو د ارزښتناکو خدمتونو او کړنو په پار ستاینغونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د متقاعدو استادانو پر علمي فعالیتونو او لاسته راوړنو رڼا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: