د کابل پوهنتون رئیس د فارمسي پوهنځي محصلینو د مونوګرافونو د دفاع په پروګرام کې ګډون وکړ

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۷ - ۱۶:۳۳
56

د فارمسي پوهنځي فارغ التحصیل محصلینو د یوې غونډې په ترڅ کې د خپلو تحصیلي مونوګرافونو څخه دفاع وکړه. پدې پروګرام کې د پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز، د محصلانو چارو معاونیت سرپرست پوهنمل معاذ الله نسیم، د فارمسي پوهنځي رئیس او استادانو ګډون کړی وو.

لومړی د فارمسي پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال آقامحمد ژکفرخبرې وکړې او په غونډه کې یې د پوهنتون د رئیس له شتون څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د فارمسي پوهنځي محصلینو د خپلو مونوګرافونو په ترتیبولو کې زیاتې هلې ځلې کړې او د څېړنې له معیاري مېتودونو څخه یې پکې کار اخیستی دی.

وروسته د پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د خپلو خبرو په ترڅ کې  د تضمین کیفیت او نورو علمي برخو اړوند د فارمسي پوهنځي د علمي کړنو ستاینه، د روغتیا او صحت په برخه کې یې د فارمسي څانګې رول خورا مهم او ارزښتناک وباله، دکتور عزیز ټینګار وکړ چې ټول فارغ التحصیل محصلین باید په پاکه اراده ټولنې ته خدمت وکړي.

پدغه پروګرام کې محصلینو پخپل نوبت سره خپل ټاکل شوي مونوګرافونه دفاع کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: