د کابل پوهنتون رییس د یو پلاوي په مشري، چې ترکیې ته یې سفر کړی وو د هغه هیواد د یو شمېر تحصیلي بنسټونو له مسوولینو سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۹ - ۱۲:۵۹

د کابل پوهنتون رییس د یو پلاوي په چوکاټ کې، چې د ترکیې هیواد ته یې سفر کړی دی د هغه هیواد د یو شمېر تحصیلي بنسټونو له مسوولینو سره د هغې له ‌‌‌‌‌‌ډلې د لوړو زده کړو وزیر ایرول اوزوار، د دیني چارو وزیر دکتور علي ارباش او د ترکیې د دولتي بورسیو رییس عبد الله ایرلین سره وکتل او همدارنګه د یلدریم بایزید او غازي پوهنتونونو څخه یې لیدنه وکړه او د دې پوهنتونونو له مسوولینو سره یې هم وکتل.

پدې لیدنو کې یې په مختلفو مسایلو د هغې له ‌‌‌‌‌‌ډلې د پوهنتون استادانو د تحصیلي وړتیاوو د لوړولو لپاره تحصیلي سکالرشیپونو ورکړه، په کابل پوهنتون او په ځینو دولتي پوهنتونونو کې د یلدریم بایزید پوهنتون له لوري د انلاین درسونو پيل، علمي او اکا‌‌‌‌‌‌ډمیکې همکاري او د دې همکاریو د پياوړي کېدو او پراختیا باندې دواړو لورو  خبرې وکړې.

ښاغلي دکتور عزیز او مل پلاوي پدې سفر کې په انقره ښار کې له افغان محصلینو او همدارنګه د کابل پوهنتون له استادانو سره، چې د تحصیلي بورسیو له لارې هلته په زده کړه بوخت دي هم لیدنه وکړه او د غوښتنو او ستونزو د اورېد ترڅنګ یې د حل لپاره هغوی ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: