د کابل پوهنتون د مشاورې د برخې استادانو له لوري په نړۍ واله کچه د افغانستان د خلکو له نظره د ټولنیزې رواني روغتیا تر عنوان لاندې د ګډې څېړنې پایله وړاندې شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۶:۴۱
ku

د سولې، دوستي او عدالت (Peace, Love, and Justice) تر عنوان لاندې د یوې ګډې علمي څېړنې پایلې، چې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د مشاورې د برخې استادانو، د نیویارک ښاري پوهنتون د هانټر کالج استادانو او د هرات پوهنتون د مشاورې څانګې استادانو په ګډه، په نړۍ واله کچه د افغانستان د خلکو له نظره د ټولنیزې رواني روغتیا ارزونې په موخه تر سره شوې وه، د ۵۵ هیوادونو څخه تر ۱۰۰ زیاتو کسانو په انلاین ډول ګډون درلود وړاندې شو.

دا سمینار، چې د روان ۱۳۹۹ د کب په ۶ نېټه د Inter – Agency Standing Committee IASC نړۍوال بنسټ په کوربتوب جوړه شوې وه، د کابل پوهنتون د مشاورې څانګې استادانو هر یو پوهنمل مریم احمدي، پوهندوی سپوږمۍ اوریا، پوهنوال ریحانه فقیري او د ارواپوهنې پوهنځي رییس پوهنوال ستارالدین صدیقي له لوري د کابل پوهنتون د علمي شورا له تالاره وړاندې شو.

د دې علمي سمینار ګډونکوونکي، چې د نړۍ له مختلفو برخو څخه یې په برنامه کې د حضور لپاره نوملیکنه کړې وه، د برنامې په پای کې هر یو د موضوع په اړه خپل نظریات، وړاندیزونه او لیدلوري بیان او همدارنګه د موضوع وړاندې کوونکو استادانو هر ګډونکوونکي ته لازم ځوابونه ورکړل.

دا څېړنه د پورته ذکر شوو استادانو، د کابل پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي د مشاورې څانګې استادانو پوهنمل بېژن ایوبي او پوهنیار ذکرالله فایق او همدارنګه د هرات پوهنتون د مشاورې څانګې استادانو او د نیویارک ښاري پوهنتون د هانټر کالج استادانو له لوري تر سره شوې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۲۷
Background image

د پوهنتون رهبرۍد ممتازه محصلانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

د محصلانو د تحصيلي، اداري او خدماتي چارو د لا سمون او د دوی د هڅونې په موخه، د کابل پوهنتون ښاغلي رئيس او ښاغلو مرستيالانو د دې پوهنتون د ټولو پوهنځیو له قدرمنو ممتازو محصلینو، د لیلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۲
Background image

د ديني_ اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

د درسونو دا لړۍ چې په سمستر کې دوه ځل ترسره کېږي، د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، لس ورځې به دوام وکړي چې د معتبرو شیوخو کرامو له لوري به پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۳۹
Background image

د متقاعد استادانو ستاینغونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون زراعت پوهنځي د خپلو متقاعدو استادانو د ارزښتناکو خدمتونو او کړنو په پار ستاینغونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د متقاعدو استادانو پر علمي فعالیتونو او لاسته راوړنو رڼا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: