کابل پوهنتون کې د ځوانانو نړۍ تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۹:۱۸
11

د ملي رادیو تلویزون له خوا د کابل پوهنتون په زده کړه ییز اډیتوریم کې د اطلاعاتو او فرهنګ، کار اوټولنیزو چارو وزارتونو استازو، کارپوهانو او ګڼ شمېر محصلینو په ګډون د ځوانانو د ژوند، ستونزو او غوښتنو تر عنوان لاندې غونډه  ترسره شوه.

په یاده غونډه کې مسئولینو او کارپوهانو د ځوانانو د ژوند په مختلفو اړخونو خبرې وکړې. د ځوانانو د غوښتنو، ستونزو، وړاندیزونو ته د توجو کولو او دوی ته د کاري فرصتونو برابرولو غوښتونکي شول.

محصلانو هم پخپل وار د ځوانانو سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه والي په پار نظرونه او وړاندیزونه له میلمنو سره شریک کړل.

په راتلونکي کې به د ملي رادیو تلویزون لخوا دې ته ورته برنامې هم د ځوانانو د ژوند د لا ښه والي په خاطر ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو تحصیلي دریڅې ورکشاپ دایر شو

 د «لوړو زده کړو تحصیلي دریڅه» تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنيز ورکشاپ دایر شو.

 دا تحصیلي دريڅه، د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو لخوا د ثبت شویو درسي ویډیوګانو یو ځانګړی او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۳۵
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه سلګونه محصلین فارغ شول.

دا کورسونه د کمپیوټر اساسات، ویناوالۍ، خطاطۍ، ژبو، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي تحقیق، اداري. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: