کابل پوهنتون په افغانستان کې د انجینري په برخه کې د ننګونو، حل لارو او وروستیو پرمختګونو په اړه ملي او علمي کنفرانس دائر کړ

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۱۵:۳
51

دغه کنفرانس د انجینرۍ پوهنځي په نوښت، د کابل پوهنتون د رهبري پلاوي، د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو مرستیال، د ښار جوړونې، کلیو او پراختیا وزارتونو استازو، د کابل ښاروالۍ معاون او د خصوصي سکتور استازو په شتون کې جوړ شو.

ددغه کنفرانس لپاره څه باندې ۶۰ مقالې راټولې شوې وې چې لدې جملې څخه یې ۲۸ د انجینري پوهنځي د ژوري هیئت لخوا غوره او د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شوې.

د دغه کنفرانس موخه د هېواد د انجینرۍ او مهندسۍ په برخه کې د ننګونو او حل لارو څېړل وو چې  پایلې به یې د سکتور ي ادارو او بنسټونو سره شریکې شي.

په یاد کنفرانس کې د کابل پوهنتون رئيس ښاغلي دکتور اسامه عزيز وويل چې د دغه علمي او څېړنيز کنفرانس پايلې به له اړونده ادارو سره شريکې کړي. نوموړي د نظام له سکتوري څانګو وغوښتل، چې د مهمو ملي مسایلو په اړه د کابل پوهنتون په ګډون د هېواد له علمي بنسټونو سره همغږي او د ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړي.

همدارنګه په یاد کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیرخواه خبرې وکړې او له پوهنتونونو یې وغوښتل چې د هېواد په عامو مسایلو او د ستونزو په حل کې مثبت رول ولوبوي. هغه هیله څرګنده کړه، چې د کابل پوهنتون دغه ډول علمي کړنې به د هېواد د نورو پوهنتونونو لپاره الګو او بېلګه وګرځي.

پدغه کنفرانس کې چې یوه ورځ یې دوام وکړ، د انجینرۍ پوهنځي استادانو د اوبو سکتور، برېښنا او انرژۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، ښاري پراختیا، ترانسپورت او نورو موضوعاتو په اړه خپلې څېړنیزې مقالې د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: