په کابل پوهنتون کې د کانګو تبې ناروغۍ په زیانونو او پر وړاندې یې د مبارزې په لارو علمي کنفرانی ترسره شو

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۴:۵۸
319

نوموړی علمي کنفرانس د روان کال غبرګولي په ۱۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د وترنري علومو پوهنځي لخوا دایر شوی وو؛ چې د پوهنتون بیلابیلو پوهنځیو محصلینو او استادانو پکې برخه اخیستې وه.

د وترنري علومو پوهنځي سرپرست ښاغلي پوهنوال داکتر اسدالله حامد ددې کنفرانس اساسي موخه د انسانانو او حیواناتو ترمنځ ګډې ناروغۍ ( زونوز) او په ځانګړي توګه د کانګو تبې په اړه استادانو او محصلینو ته پوهاوی یاد کړ؛ تر څو ددوی پواسطه یې کورنۍ ته پوهاوی ورکړل شي.

د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي محمد اشرف غیرت او محصلانو چارو مرستیال ښاغلی صلاح الدین ایوبی هم په همدې کنفرانس کې ګډون درلود؛ هغوی دیاد کنفرانس ددایرېدو له امله د وترنري پوهنځي له رهبرۍ او استادانو څخه مننه وکړه.

په دې کنفرانس کې د وترنري علومو پوهنځي استاد ښاغلي پوهنوال داکتر اسدالله صمدي د کانګو تبې په ناروغۍ، حیواناتو او انسانانو ته د انتقال په برخه کې د کنې رول په اړه خبرې وکړې؛ د راتلونکي ګرم موسم او د لوی اختر په رارسېدو سره د ددې ناروغۍ په زیانونو او د اخته کېدو مخنیوي په اړه یې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل؛ چې ددوی د پاملرنې وړ وګرځیدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: