په کابل پوهنتون کې د مرکز زون د پوهنتونونو د کادري بستونو د نوماندانو بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳ - ۱۵:۷
visit

د مرکز زون د پوهنتونونو د علمي کادر نوماندانو بهرنۍ ژبې ازموینه د لوړو زده کړو وزارت د علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیرخواه، د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز ، د پوهنتون علمي مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي او له دې بهیر څخه د څارنې کمېټې غړو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په انګلیسي څانګې کې واخیستل شو.

د لوړو زده کړو علمي مرستیال او د کابل پوهنتون د ازموینې اخیستو له بهیر څخه د څارنې په لړ کې پدې بهیر کې یې د روڼتیا او امانتداري، نظم او ‌‌‌‌‌‌ډيسپلین د تامین غوښتونکي شول او یادونه یې وکړه، چې په پوهنتونونو کې د علمي کادر د جذب معیار خپله د نوماند وړتیا او توانايي ده.

د مرکز زون د پوهنتونونو د کادري بستونو د بهرنۍ ژبې په ازموینه کې تر ۶۰۰ تنو هلکانو او نجونو ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی وو او په پام کې ده، چې د دې ازموینې د پایلې تر اعلان وروسته د دې بستونو تخصصي ازموینه هم اخیستل کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: