په کابل پوهنتون کې د قرآن کریم د اعجاز تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس جوړ شو

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۱۴:۱
994

د روژې د مبارکې میاشتې او د قرآن کریم د نزول په مناسبت د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي له خوا د قرآن کریم اعجاز تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس جوړ شو. په دې کنفرانس کې د پوهنتون رهبرۍ، لوړو زده کړو وزارت رئیسانو، د کابل والي، د پوهنتون یو شمېر استادانو او کارکوونکو ګډون کړی و.

په دغه کنفرانس کې د شرعیاتو پوهنځی رئیس محترم شیخ مولوي عبدالمعید ابوالجراد میلمنو ته ښه راغلاست ترڅنګ د قرآن کریم په معجزو او حقایقو یې خبرې وکړې او هغه یې د مسلمانانو لپاره د خیر او برکت کتاب یاد کړ. هغه د قران کریم د لفظي معجزې او د هغه دمنظموالي په اړه هم خبرې وکړې.

د کابل والي ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد د قران کریم د علمي معجزو په اړه خبرې وکړې او د کابل پوهنتون له خوا د یادو مراسمو د برابرولو له امله مننه او قدردانی وکړ.

په دې کنفرانس کې د کابل پوهنتون استادښاغلي ډاکټر عبدالصبور فخري د قرآن کریم د بلاغي اعجاز  په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د شرعیاتو پوهنځي استاد ښاغلي ډاکټر نصرمن الله مجاهد د قرآن کریم او روژې او د دواړو ترمنځ د مشترکاتو په اړه خبرې وکړې او په دې اړه یې خپله چمتو کړې مقاله د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړه.

په دې کنفرانس کې پرېکړه وشوه، چې په راتلونکې کې دې د همدې موضوع په تړاو درې ورځنی علمي سیمینار هم جوړ شي.

نوموړي مراسم د روژې په افطار، په هېواد کې د اسلامي نظام د ټينګښت او د مسلمانانو د سوکالۍ او نجات په دعا سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: