په کابل پوهنتون کې د (( ام ام اې او بوکس)) رشتو محصلینو د تمرین بهیر

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۷:۶
95

د کابل پوهنتون لس ګونه محصلین په A  او B ګروپونو د پوهنتون ورزشي جمنازیوم کې د ایمې مې او بوکس په برخو کې هره ورځ په ورزش کولو بوخت دي، نوموړي محصلین په پوره شوق او علاقه د روښانه راتلونکې په تمه په دې برخو کې تمرین کوي.

ددې محصلینو روزونکي استاد محبوب الله خالقی وایي: له دریو کلنو راپدیخوا زه دوی ته په تمرین ورکولو بوخت یم او له نېکمرغه د کابل پوهنتون په سطحه رزمي ورزش ته د محصلینو علاقه زیاته ده.

په همدې حال کې ورزش کار محصلین هم د ښاغلي خالقي له پوره هڅو او د پوهنتون ورزشي برخې مسؤلینو څخه چې د تمرین زمینه یې برابره کړې؛ خوښي څرګنده کړه او د لا زیات ملاتړ غوښتونکي شول.

د محصلینو له ډلې احمد حسیني وویل: «موږ له رزمي ورزشونو سره علاقه لرو، ورزش زموږ روغتیا تضمینوي؛ موږ له مسؤلینو څخه غواړو چې د ورزش په برخه کې د  امکاناتو برابرولو په برخه کې پوره پاملرنه وکړي.»

د ورزشي برخې روزونکي محبوب الله خالقي هم زیاتوي چې؛ په پوهنتون کې موجوده ورزشي امکانات باید زیات شي؛ چې د محصلینو د هڅونې باعث کیږي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې په کابل پوهنتون کې د کرکټ، فوټبال، والیبال، فوټسال او قوشتي په برخو کې هم محصلین په تمرین بوخت دي او په دې برخه کې یې تر اوسه څو سیالۍ هم ترسره کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۲۷
Background image

د پوهنتون رهبرۍد ممتازه محصلانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

د محصلانو د تحصيلي، اداري او خدماتي چارو د لا سمون او د دوی د هڅونې په موخه، د کابل پوهنتون ښاغلي رئيس او ښاغلو مرستيالانو د دې پوهنتون د ټولو پوهنځیو له قدرمنو ممتازو محصلینو، د لیلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۲
Background image

د ديني_ اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

د درسونو دا لړۍ چې په سمستر کې دوه ځل ترسره کېږي، د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، لس ورځې به دوام وکړي چې د معتبرو شیوخو کرامو له لوري به پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۳۹
Background image

د متقاعد استادانو ستاینغونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون زراعت پوهنځي د خپلو متقاعدو استادانو د ارزښتناکو خدمتونو او کړنو په پار ستاینغونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د متقاعدو استادانو پر علمي فعالیتونو او لاسته راوړنو رڼا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: