په فارمسي پوهنځي کې د شکرې نارغۍ (دیابت) له نړیوالې ورځ نمانځنه تر سره شوه

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۷:۴
315

د روان کال لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه د سه شنبې په ورځ د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي کې د شکرې ناروغۍ ( دیابت) نړیوالې ورځې نمانځنه ترسره شوه.

پدې غونډه کې د پوهنتون مرستیالانو، مختلفو پوهنځیو رئیسانو، فارمسي پوهنځي رئیس، استادانو، نشراتو آمر او اداري همکارانو برخه اخیستې وه.

د فارمسي پوهنځي رئیس ښاغلی پوهنوال آقا محمد ژکفر د شکرې ناروغۍ نړیوالې ورځ په تاریخچه خبرې وکړې اود یادې غونډې موخه یې ددې ناروغۍ پیژندنې، زیانونو او مخنیوي یاد کړ.

د پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي محمداشرف غیرت  په دې غونډه کې د انسانانو روغتیا په اړه خبرې وکړې او د ناروغیو په تداوۍ او په ځانګړي توګه د شکرې ناروغۍ د تشخیص، مخنیوي او درملنې  په برخه کې عامه پوهاوی اړین یاد کړ او هغه یې د علمي بنسټونو دنده وبلله او له فارمسي پوهنځي څخه یې ددې غونډې جوړېدو له امله مننه وکړه.

په دې غونډه کې د فارمسي پوهنځي دوه تنه استادانو ښاغلي پوهاند محمدعمر سهیم او پوهاند قند آغا نظري د شکرې ( دیابت) او مغزي سکتې په اړه خپل علمي کنفرانسونه وړاندې کړل، چې د ګډونوالو د پام وړ وګرځېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۲۷
Background image

د پوهنتون رهبرۍد ممتازه محصلانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

د محصلانو د تحصيلي، اداري او خدماتي چارو د لا سمون او د دوی د هڅونې په موخه، د کابل پوهنتون ښاغلي رئيس او ښاغلو مرستيالانو د دې پوهنتون د ټولو پوهنځیو له قدرمنو ممتازو محصلینو، د لیلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۲
Background image

د ديني_ اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

د درسونو دا لړۍ چې په سمستر کې دوه ځل ترسره کېږي، د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، لس ورځې به دوام وکړي چې د معتبرو شیوخو کرامو له لوري به پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۳۹
Background image

د متقاعد استادانو ستاینغونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون زراعت پوهنځي د خپلو متقاعدو استادانو د ارزښتناکو خدمتونو او کړنو په پار ستاینغونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د متقاعدو استادانو پر علمي فعالیتونو او لاسته راوړنو رڼا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: