د PTS موسسې مشر د کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۴:۴۷
319

د Pinacle Teaching Solutions مؤسسې رئیس ډیویډ الان لینډسي او ورسره پلاوي د روان کال د زمري میاشتې په ۱۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي لینډسي د کابل پوهنتون له رئیس سره د کتنې پر مهال د دې ادارې پرمختګونه د پام وړ وبلل. هغه زیاته کړه، د دوی پلاوی د علمي او تحصیلي پروګرامونو د پراختیا په برخه کې کافي تجربه لري او چمتو دی چې پدې برخه کې له کابل پوهنتون سره همکاري وکړي.

د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز په پوهنتون کې د ښاغلي لینډسي او د هغه د ټیم له شتون څخه خوښي څرګنده کړه او په دغه علمي بنسټ کې یې د پرمختګونو، لاسته راوړنو او نویو پروګرامونو جوړولو په اړه معلومات وړاندې کړل. PTS یوه نړیواله بهرنۍ مؤسسه ده چې تر ډېره په تعلیمي او تحصیلي برخو کې فعالیت کوي او په پام کې ده چې د ۱۵ ورځو لپاره د کابل پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو، د دیپارتمنتونو آمرینو او استادانو لپاره روزنیز پروګرام په لاره واچوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: