د کابل پوهنتو ن د نجونو په لیلیه کې د قران کریم ختم او روژه ماتی جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۴:۵۹
ku

د قران کریم ختم او روژه ماتي مراسم د کابل پوهنتون د رییس او مالي او اداري مرستیال او ځینو همکارانو، د کابل پوهنتون د مرکزي لیلیې امرینو او کارمندانو او په لیلیه کې میشتو محصلینو نجونو په ګډون د دې لیلیې په چاپېریال کې جوړ شول.

پوهاند بابري پدې مراسمو کې د دې برنامې له جوړوونکو څخه د مننې ترڅنګ یې وویل: د اسلام دین  د نړۍ د موجوده دینونو په منځ کې د ځانګړنو او مواصفاتو لرونکی او د پرتلې وړ ندی، چې د هغې له ډلې څخه د روژې مبارکه میاشت ده. د روژې مبارکه میاشت د ډول- ډول لومړیتوبونو له ډلې څخه: پدې میاشت کې د قراڼ کریم نزول، د نفس تهذیب او تذکیې ته د انسان رجوع او له ټولو مهمه ځان پېژندنه ده، چې د دې میاشتې فضایلو ته په پاملرنې سره انسان د هغې لویو مواصفاتو ته فلسفې ته متوجه کوي. د انساني تخلیق ترشا برکتونه شتون لري، د کوم له مخې، چې د هغې پر بنسټ موږ باید د نفس او عزت پاکوالي او وقار ته پاملرنه وکړو.

همدارنګه د نجونو لیلیې لويې مدیرې او دې لیلیه کې د میشتو نجونو استازو هم پدې برنامه کې خبرې وکړې او د روژې مبارکې میاشتې په اهمیت، ثواب او د هغې په اړه د نیکو غونډو په اړه د خبرو ترڅنګ یې پدې لیله کې د شته ستونزو په اړه هم خبرې وکړې، چې د کابل پوهنتون د رییس له لوري د پاملرنې وړ وګرځېدې او د هغې حل ته یې تعهد وښوده.

همدارنګه د دې برنامې په بله برخه کې هغو محصلینو او کارمندانو، چې څه موده وړاندې د شعر شپه یوه لویه برنامه کې، چې پدې لیلیه کې جوړه شوې وه، د ستاینلیکونو پر ورکړه یې د هغوی کړنو څخه ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: