د کابل پوهنتون مطبوعاتي ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۱۷:۲۰
یثیب

د کابل پوهنتون مطبوعاتي ناسته، چې د لړم میاشتې ۱۲ نېټې د خونړۍ پېښې په مناسبت، چې په هغه کې ۱۸ محصلین او یو کارمند شهید او ۳۸ نور ټپیان شول، د روان کال د لړم میاشتې په پنځلسمه نېټه د کابل پوهنتون د علمي شورا په تالار کې جوړه شوه.

دا ناسته د لړم میاشتې دولسمې نېټې پېښې د څرنګوالي په هکله د معلوماتو د شریکولو، د کابل پوهنتون د مني سمسټر د درسونو بیا پیل بهیر، د لړم میاشتې دولسمې پېښې مدیریت، چې د ۲۵ زرو محصلینو سره په ورته وخت رامنځته کېدل، د پوهنتونونو د امنیت د تامین په هکله د حکومت د رهبري تاکید او تعهد، د پوهنتونونو په هکله د لوړو زده کړو وزارت اداري او امنیتي نوي برنامې، د کابل پوهنتون د غوره امنیت تامین، په امنیتي برخه کې د بدلونونو رامنځته کېدل او په موخه جوړه شوې وه، چې د هر یو په هکله د ناستې د پنل غړو له لوري هر اړخیز ځواب او معلومات وړاندې شول، چې د یو شمېر رسنیو له لوري په ژوندۍ بڼه خپاره او هم به یې د خبري سرویسونو کې نشر شي.

د نویو کسانو ټاکل او د پوهنتون امنیتي برخې تجهیز، مسوولینو د کابل پوهنتون د امنیت څخه ډاډ ورکړ او پدې اړه یې په جدیت تاکید وکړ.

پدې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي نوراحمد درویش، د کابل پوهنتون علمي مرستیال پوهاند شفیع شریفي او د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین، پوهنواله جاویده احمدي او پوهنوال ستارالدین صدیقي د کابل پوهنتون د ژورنالیزم او ارواپوهنې پوهنځیو رییسانو او د لوړو زده کړو وزارت ویاند پوهنیار حامد عبیدي په ګډون جوړه شوې وه.

په درنښت

د کابل پوهنتون

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: