د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال معرفي شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۱۵:۱۳
نع

د روان کال د کب په ۲۸ نېټه د پنجشنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال نور احمد درویش، د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په داسې حال کې، چې د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي، د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین او د پوهنځیو رییسانو شتون درلود د کابل پوهنتون مالي او اداري معاونیت سرپرست الله محمد سلیم د دې پوهنتون کارمندانو ته وروپېژاند.

د کابل پوهنتون رییس د دې پوهنتون د مالي او اداري معاونیت سرپرست د معرفي په غونډه کې وویل، چې په دولتي ادارو کې بدلون یو اصل دی او دا کار په ادارو کې د کار او مدیریت د سمون سبب کیږي. دکتور بابري زیاته کړه، چې کابل پوهنتون باید رڼه، متحرکه او ځواب ویوونکې بروکراسي ولري او دا کار يواځې د دې پوهنتون د رهبري د تعهد او هڅو سره د باور وړ ده.

نوموړي تاکید وکړ، چې د کابل پوهنتون نوی سرپرست مالي او اداري مرستیال په زیات جدیت سره هڅه وکړي تر څو د دې پوهنتون د خدمتونو په وړاندې کولو سره مثبت او رضایت کوونکي خدمات وړاندې کړي او یو ريښتینۍ بدلون واوسي. د کابل پوهنتون رییس د دې پوهنتون د پخواني مالي او اداري مرستیال له کړنو څخه د مننې او په کارونو کې یې ورته د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیا نور احمد درویش د کابل پوهنتون د مالي او اداري مرستیال د معرفي پر مهال وویل، چې په کابل پوهنتون کې د د خدماتو وړاندې کولو او کارونو د ښه والي په موخه د لوړو زده کړو وزارت هوډ لري، چې ښاغلي الله محمد سلیم د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال په توګه وګماري. د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي سلیم ته د بریالیتوب هیلې د څرنګندولو تر څنګ له نوموړي څخه وغوښتل، چې زیاته هڅه وکړي، چې د کابل پوهنتون ستونزې او نیمګړتیاوو د له منځه وړو په موخه زیاتې هڅې وکړي.

له بل لوري د کابل پوهنتون نوي سرپرست مالي او اداري مرستیال الله محمد سلیم هم د لوړو زده کړو وزارت له باور څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د خپلې کاري برخې اړوند د غوره خدماتو د تر سره کولو لپاره متعهد دی. همدارنګه نوموړي تاکیدو کړ، چې په کابل پوهنتون کې د ستونزو، نیمګړتیاوو او ناکامیو د له منځه وړو لپاره د دې پوهنتون د رهبري په همکاري بې وقفې هڅه کوي او دا خپل مسوولیت ګڼي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل پوهنتون پخوانۍ مالي او اداري مرستیال مسعود پیروزي د ننګرهار پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په توګه په دنده ګمارل شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: