د کابل پوهنتون ماسټري برنامې کې د ګډون کوونکو اړموینه واخیستل شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۰ - ۱۶:۵۱
لبسیبلس

په کابل پوهنتون کې د ماسټري برنامه کې ګډون ازموینه د روان کال د لړم میاشتې په  ۹ نېټه د کابل پوهنتون د علمي مرستیال، د پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال، د ازموینو ملي اداري رییس، د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینو کمېټې یو شمېر غړو، د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او ازموینه اخیستونکو او د دې ازموینو داوطلبانو په ګډون په کابل پوهنتون کې واخیستل شوه.

د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند شفیع شریفي او د ازموینو ملي اداري رییس پوهاند عبدالقدیر خموش د دې ازموینو پرانیست غونډه کې، چې د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون په تالار کې اخیستل کېده، د دې برنامې حاضرو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې په دې بهیر کې په روڼتیا، عدالت او ښایسته سالاري خبرې وکړې او له روڼتیا څخه یې ډاډ ورکړ. ښاغلي خموش وویل: ټولو هغو کسانو، چې د دې ازموینو د پوښتنو په جوړولو او برابرولو کې رول درلود او په مسلسل ډول شپه او ورځ یې د دې پښتنو په برابرولو بوخت وو قرنطین وو او له هېڅ بهرني کس سره په اړیکه کې نه وو، پدې توګه یې د ازموینې بهیر له روڼتیا څخه جدي ډاډ ورکړ. نوموړي زیاته کړه، چې د سرغړونې او  بې عدالتي ... اړوند هر ډول شکایتونو په شتون کې د ازموینو ملي اداره ځواب ویونکي وي او په پای کې یې د دوی لپاره د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

د ازموینو پدې دوره کې تقریبآ ۶۸۳۴ داوطلبانو ګډون وکړ، چې له دې ډلې څخه ۱۳۶۵ تنه ښځینه وو د کابل پوهنتون ماسټري برنامو ته د لارموینې په موخه ګډون کړی وو، چې له دې ډلې څخه به ۷۵۰ غوره ګډون کوونکي د ۱۳۹۹ کال د کابل پوهنتون ۲۳ ماسټري برنامو ته ومنل شي.

دا ازموینې د سهار په ۹:۳۰ بجو پیل او د غرمې په ۱۲ بجو پایته ورسېدې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: