د کابل پوهنتون له لوري د «کمال خان بند د کرنیزې غوړېدا، اقتصادي پراختیا او حقوقي-سیاسي مسایلو ارزونه» تر عنوان لاندې دویم علمي سمینار جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۴:۲
نع

د روان کال د کب په ۲۷ نېټه د «کمال خان بند د کرنیزې غوړېدا، اقتصادي پراختیا او حقوقي-سیاسي مسایلو ارزونه» دویم علمي کنفرانس د کابل پوهنتون رهبري او استادانو په نوښت په داسې حال کې، چې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي او د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو رییسانو او محصلینو په انلاین ډول پکې ګډون کړی وو، د موضوع اړوند دوه برخې علمي ویناوې او علمي او څېړنیز کنفرانسونه یې درلودل د کابل پوهنتون د علمي شورا په تالار کې جوړ شو.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري په دې سمینار کې اوبه یې د هیواد ملي پانګه یاده کړه ویې ویل: د اوبو مدیریت او د هیواد د اوبو سرچینو په اړه څېړنه یوه مهمه اړتیا ده او دا د پوهنتونونو دنده ده، چې پدې برخه کې زیات کار وکړي د کابل پوهنتون په وینا د کمال خان بند جوړېدل د هیواد په اقلیم، اقتصاد، کرنې او په ټولنیز ژوند کې مهم او حیاتي اغېز لري. نوموړي زیاته کړه، چې کابل پوهنتون د اقلیم بدلون ته په کتو د هیواد د اوبو سرچینو باندې به زیاته څېړنه تر سره کړي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وویل، چې د هیواد د اوبو سرچینو باندې څېړنه او د هیواد د اوبو مدیریت باید ګټور او په درد خوړونکی واوسي تر څو پدې برخه کې د ستونزو حل کوونکی وي. ښاغلي بالا کرزي زیاته کړه، چې د هیواد د اوبو سرچینو باندې څېړنه او علاقمندي زیاته ده او پدې برخه کې به کابل پوهنتون مخکې وي. د لوړو زده کړو وزارت د علمي مرستیال په وینا تر اوسه د کمال خان د بند د پرانیستي په ویاړ د هیواد په پوهنتون کې دیارلسو څخه تر څوارلسو علمي کنفرانسونه جوړ شوي دي. همدارنګه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهندوی نجیب اقافهیم، د کابل پوهنتون د ځمک پېژندنې پوهنځي استاد پوهاند لطف الله صافي، د انجنیري پوهنځي استاد پوهنوال دکتور عبدالقیوم کریم خپل علمي سمینارونه او څېړنې یې د هیواد په ځانګړيتوګه د کمال خان بند د اوبو مدیریت څرنګوالي په هکله وړاندې کړې، چې د ګډونکوونکو د پاملرنې وړ وګرځېدې او په پای کې یې د ګډونکوونکو پوښتنو ته هر ړخیز ځوابونه وویل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: