د کابل پوهنتون رییس په کابل کې د چین استوګن سفیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۰:۴
ku

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د روان کال د چنګاښ په ۶ نېټه د یکشنبې په ورځ د پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو او د MCC19 چینايي شرکت مسوولینو، چې د کابل پوهنتون لپاره یې نوې ودانۍ جوړه کړې، په کابل کې د چین جمهوریت سفیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او په هیواد کې د چین همکاریو او مرستو په ځانګړې توګه د کابل پوهنتون لپاره د ۴۰ تدریسي خونو او ۱۵۰۰ کسیز ايډيټوریم جوړېدو په هکله مننه او درناوی وکړ.

د کابل پوهنتون رییس د چین هیواد د افغانستان ښه دوست یاد کړ او هیله یې وښوده، چې د لوړو زده کړو په برخه په ځانګړې توګه له کابل پوهنتون لپاره د دې هیواد مرستې دوام ولري. پوهاند بابري د دې پوهنتون لپاره د چین هیواد له لوري نوې ودانۍ جوړه شوې ده د کیفیت او تجهیزاتو له اړخه یوه نمونه یاده او زیاته یې کړه، چې په کابل پوهنتون کې د درسي کیفیت او کمیت د ښه والي په برخه کې به ګټوره او اغېزمنه وي.

وروسته په کابل کې د چین جمهوریت استوګن سفیر وانګ یو د کابل پوهنتون له رییس څخه د مننې تر څنګ یې د افغانستان په څانګړې توګه د لوړو زده کړو او کابل پوهنتون سره د دې هیواد مرستو په دوام تاکید وکړ. ښاغلي یو وویل، چې افغانستان او چین د دوستانه اړیکو لرونکي دي او چین په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان لپاره زیاتې مرستې کړي او تر دې وروسته به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د چین سفیر په کابل پوهنتون کې د دې هیواد له لوري جوړه شوې ودانۍ یوه عصري ودانۍ وبلله او زیاته یې کړه، چې دا ودانۍ کولای شي په کابل پوهنتون زیاتې نیمګړتیاوې له منځه یوسي.

د دې ویډیو کنفرانس په پای کې د کابل پوهنتون رییس MCC19 چینايي کمپنۍ له مسوولینو او کارګرانو له کړنو او زحمتونو څخه د ستاینلیک په ورکړه سره درناوۍ وکړ او زیاته کړه، چې د دې ودانۍ په جوړېدو کې د دوی کار او هڅې نه هېرېدونکي دي.

دا ودانۍ د چین هیواد له لوري په کابل پوهنتون کې جوړه، د ۴۰ تدریسي خونو او ۱۵۰۰ کسانو د ظرفیت تالار لري، چې د MCC19 چینايي شرکت له لوري جوړه شوې ده. دا ودانۍ د کابل پوهنتون په لویديځه برخه کې په ۱۸۹۰۰ متره مربع سیمه کې په څلورو پوړونو کې د لوړو انجنیري معیارونو په پام کې نیولو سره جوړه شوې او د غونډو تالار د ګرمېدو، روغتیا او تخنیکي سیسټمونو درلودونکې ده.  د دې پروژې کار په ۱۳۹۶ د تلې په ۱۸ نېټه د چین خلق جمهوریت په مالي مرسته په اته دېرش میلیونه او څلور سوه او شپېته زره امریکايي ډالرو په لګښت د چینايي شرکت MCC19 له لوري پیل شوی وو، چې په نژدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: