د کابل پوهنتون رییس په کابل کې د ترکیې د هلال احمر نمایندګۍ دفتر رییس سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۹:۵۵
ku

د ۱۳۹۹ د سلواغې په ۲۱ په کابل کې د ترکیې هیواد د سرې میاشتې نمایندګۍ دفتر رییس ښاغلي فرید احمد ضیايي د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري سره وکتل او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې په همکاریو خبرې وکړې.

دا لیدنه، چې د سې شنبې په ورځ تر غرمې مخکې د کابل پوهنتن په ریاست کې جوړه شوې وه په پیل کې په کابل کې د ترکیې  د هلال احمر نمایندګۍ دفتر رییس ښاغلي فرید احمد ضیايي د دې لیدنې په برارېدو خوښي ښودو ترڅنګ یې د دې دفتر کارونه، برنامې او موخې په لنډ ډول بیان او په ګډو کارونو، له کابل پوهنتون سره د بشر دوستانه کارونو په برخه کې د همکاریو جوړېدو کې یې د کابل پوهنتون د پاملرنې جلبولو باندې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې په کابل کې د ترکیې د هلال احمر نمایندګۍ د بشر دوستانه، کډوالو او بېرته راستنېدونکو په هکله د کابل پوهنتون د وړاندیزونو، طرحو او برنامو څخه، چې پدې برخه کې یې لري استقبال کوي.

وروسته د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د ښه راغلاست ترڅنګ یې په کابل کې د ترکیې د هلال احمر استازولۍ دفتر حضور او فعالیت سره له ننګونو او محدودیتونو څخه، چې د افغانستان وګړي ورسره مخ دي مننه وکړه او په کابل کې د ترکیې هلال احمر استازولۍ دفتر له وړاندیز څخه، چې د کابل پوهنتون سره د همکاریو اړیکو جوړېدو په هکله وو استقبال وکړ.

پوهاند بابري زیاته کړه، چې د کابل پوهنتون له اړوندو برخو په  ځانګړي توګه د دې پوهنتون ټولنیز کار له څانګې سره د ګډو همکاریو زمینې مشخصې او تر هغه وروسته د دواړو لورو د هوکړې څخه وروسته د همکاریو د اړیکو په جوړېدو به اقدام وکړو. دکتور بابري د خپلو خبرو په پای کې هیله وښوده تر څو د ګډو همکاریو کړنلاره د دواړو بنسټونو په هڅو او څېړنه وڅېړل شي او د دې اړیکو په طرحه او جوړېدو اقدام وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: