د کابل پوهنتون رییس سره د ناروي شاهي هیواد سفیر و کتل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۷ - ۱۶:۴۹
ku

 

په کابل کې د ناروې شاهي هیواد استوګن سفیر ښاغلي اولي اندریس لیندیمن او مل هیئت د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري سره وکتل او دواړو لورو په اړندو موضوعاتو خبرې وکړې.

دا لیدنه، چې د سې شنبې په ورځ د غرمې په ۱۲:۳۰ د کابل پوهنتون په ریاست کې تر سره شوه په پیل کې په کابل کې د ناروي شاهي هیواد استوګن سفیر ښاغلي لیندیمن خبرې وکړې او د دې لیدنې د زمېنې په برابرېدو یې د خوښي ترڅنګ په لنډ ډول د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د ناروې هیواد د همکاريو بهیر، د کابل پوهنتون او د ناروې هیواد د اکاډمیکو بنسټونو ترمنځ د علمي همکاریو په جوړېډو او پیاوړتیا په څرنګوالي او د لړم دولسمې دردوونکې پېښې باندې یې د خواخوږي څرګندولو باندې خبرې وکړې او د کابل پوهنتون او د هغه هیواد د علمي بنسټونو ترمنځ د هکاريو د پیاوړتیا په څرنګوالي یې تاکید وکړ.

وروسته د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري پدې لیدنه خوښي وښوده او کابل پوهنتون ته یې د دې سفارت هیئت ته ښه راغلاست وویل او د ښاغلي لیندیمن د خبرو اړوند یې له افغانستان سره په مختلفو په ځانګړې توګه په علمي- فرهنګي برخو کې له همکاریو او برنامو څخه مننه او ستاینه وکړه او همدارنګه یې د کابل پوهنتون او ناروې هیواد د اکاډمیکو بنسټونو د همکاريو په جوړېدو او پیاوړتیا تاکید وکړ. ښاغلي بابري د خپلو خبرو په لړ کې د کابل پوهنتون له نوېو برنامو د هغې له ډلې څخه یې د کابل پوهنتون د بدلون پلان څخه یادونه وکړه ویې ویل: د دې پلان یوه بنسټیزه برخه له بهرنیو علمي بنسټونو سره د همکاریو جوړول او پراختیا ده او د هغې پر بنسټ یې د کابل پوهنتون له لوري د ناروې هیواد علمي بنسټونو سره د هر ډول همکاریو د اړیکو جوړېدو ته تیاری وښوده، چې په پای کې به دواړه لوري د دې همکاریو جوړېدو څرنګوالي لپاره هڅه کوي او هغې ته د عمل جامه وراغوندي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: