د کابل پوهنتون رییس د کابل پوهنتون د روان سمسټر د چټکو درسونو له بهیر څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۶:۵۶
ku

د روان ۱۳۹۹ کال د کب په ۱۸ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د دې پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین د شرعیاتو، کیمیا او فارمسي پوهنځیو د درسي بهیر او درسي ټولګیو څخه لیدنه وکړه او د روان سمسټر د حضوري درسونو بهیر ارزونه یې وکړه.

بابري پدې لیدنه کې د دې پوهنځیو له محصلینو، استادانو او رهیري یې د درسونو بهیر، د محصلینو تیاریو، د پاتې درسونو اندازه، د محصلینو درسي اړتیاوې او د روان سمسټر اړوندو نورو موضوعاتو په اړه، چې د روانې کب میاشتې په ۱۶ نېټه په چټکه توګه پیل شوي وو خبرې وکړې. یو شمېر محصلینو د پاتې درسونو پر مخ وړلو لپاره د تېرو تیاريو په هکله خبرې وکړې او د حضوري درسونو روان بهیر یې د منلو وړ وباله. هغوی د خپلو وړاندیزونو په برخه کې زیاته کړه، چې د روان سمسټر د وخت د کمښت له امله باید د زده کړو په کیفیت کې خلل واقع نه شي، استادان او محصلین پر اوضاع برلاسي زده کړو ته دوام ورکړي.

پوهاند بابري د انلاین زده کړو او رخصتي په بهیر کې د محصلینو له لوري د زده کړو تعقیب باندې د خوښي د ښوولو ترڅنګ یې د ګرانو محصلینو په وړاندیزونو باندې تاکید وکړ او له استادانو څخه یې وغوښتل تر څو د محصلینو لپاره د مثبتې انګېزې او جدي تیاریو سره د محصلینو لپاره د سمسټر پاتې درسونه ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: