د کابل پوهنتون رئیس د بیولوژي پوهنځي د لابراتوارونو له نویو وسایلو څخه لیدنه وکړه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۰ - ۹:۵۰
22

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز او مرستیالانود بیولوژي پوهنځي له استادانو، محصلینو او له هغو وسایلو، تجهیزاتو او کمیاوي موادو څخه لیدنه وکړه چې پدې وروستیو کې د پوهنتون لخوا د بیولوژي پوهنځي د لابراتوارونو لپاره اخیستل شوي وو.

پدې لیدنه کې دکتور عزیز د یاد پوهنځي د استادانو او محصلینو د نظریاتو او وړاندیزونو اورېدو ترڅنګ د لابراتوار د ځینو وسایلو پېرلو په برخه کې د هغوی له ونډې اخیستو مننه وکړه او له استادانو یې وغوښتل چې د محصلینو عملي کارونو ته پاملرنه وکړي.

همدارنګه د بیولوژي پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو د پوهنتون د رئیس له راتګ څخه هرکلی وکړ او زیاته یې کړه هغه وسایل، تجهیزات او کمیاوي مواد چې د بیولوژي پوهنځي د لابراتوارونو لپاره د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت لخوا اخیستل شوي د عملي کار په برخه کې یې ډېری ستونزې حل شوې او دوی ژمنه یې وکړه، چې له یادو وسایلو او تجهیزاتو څخه به په ښه توګه استفاده او ساتنه وکړي.

پدې وروستیو کې د کابل پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت له طرفه د څه باندې اووه لکه افغانیو په ارزښت نږدې ۹۰ قلمه تجهیزات او کمیاوي مواد د بیولوژي پوهنځي د لابراتوارونو لپاره اخیستل شویدي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: