د کابل پوهنتون د محصلینو د فراغت غونډې په دوام دا ځل د انجینرۍ، اقتصاد او ارواپوهنې پوهنځیو محصلینو د فراغتغونډې مراسم تر سره کړل

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱ - ۱۴:۱۵
127

د روان کال مرغومي میاشتې په لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ د اقتصاد، انجینري او ارواپوهنې پوهنځیو محصلینو د یوې غونډې په ترڅ کې په جلا جلا ډول چې د یادو پوهنځیو رئیسانو او استادانو پکې ګډون درلود د فراغتغونډې مراسم تر سره کړل.

د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي چې د محصلینو د فراغت په مراسمو کې یې ګډون کړی وو محصلینو ته د فراغت مبارکي ورکړه او له محصلینو څخه یې وغوښتل چې په ژوند کې باید هدف ولري. پوهاند شریفي ټینګار وکړ چې فارغ شوي محصلین باید د خپل تحصیلي دور د تر لاسه شوې پوهې او مهارتونو ته په کتو سره په هېواد کې د کار د لازیاتوالي په برخه کې زمینه برابره کړي.

د فراغت پدې دور کې د اقتصاد پوهنځي څه باندې ۳۰۰ سوه تنه، د انجینري پوهنځي څه باندې ۱۶۰ تنه او د ارواپوهنې له پوهنځي څه باندې ۴۷ تنه محصلین فارغ شول.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د کابل پوهنتون د نورو پوهنځیو محصلینو هم په بېلا بېلو برخو کې د فراغت جشنونه نمانځلي او پدې ترتیب سره به د فراغت د نمانځنې لړۍ په دوو اونیو کې پای ته ورسېږي چې په مجموعي ډول د کابل پوهنتون شاوخوا ۴۲۰۰ محصلینو د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: