د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي له لوري د قرانکریم ختم او د دعا مراسم جوړ شول

ناپیژنده (not verified)
جمعه ۱۳۹۹/۸/۱۶ - ۱۶:۵۵
شسیبث

 د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د محصلینو، استادانو او یو شمېر کارمندانو له لوري د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال او د دې پوهنځي د رییس په شتون کې د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي یو شمېر محصلین، چې د لړم میاشتې دولسمې نېټې پېښه کې شهیدان او یو شمېر ټپيان شول، د لړم میاشتې په ۱۷ نېټه د شنبې په ورځ د قرانکریم ختم مراسم جوړ کړل.

د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي رییس، ښاغلي کوهستاني د لړم میاشتې ۱۲ نېټې پېښې کورنیو او ... د دې مراسمو په پای کې، چې د پوهنتون په مرکزي ای‌‌‌‌‌‌ډيټوریم کې جوړ شوي وو، هر یو د دې جاهلانه او بدې پېښې د غندنې ترڅنګ د شهیدانو او ټپيانو له کورنیو او همدارنګه یې د کابل پوهنتون له کورنۍ سره خواخوږي او همدردي وکړه، د شهیدانو لپاره د الله ج له درباره د جنت الفردوس او ټپيانو لپاره یې د روغتیا دعا وکړه.

دا مراسم د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي رییس او استادانو او د کابل پوهنتون محصلینو او کارمندانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د دې پوهنتون په مرکزي ای‌‌‌‌‌‌ډيټوریم کې جوړ شوي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: