د کابل پوهنتون درسونه د کب پر اوومه پېلېږي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۶:۲۹
conference

د کابل پوهنتون د رهبرۍ شورا په جلسه کې چې دوشبنه د کب پر دویمه جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت د طرحې له مخې پرېکړه وشوه چې د پوهنتون د ژمني سمسټر درسي بهیر د دیني او فرهنګي ارزښتونو په پامنیوي د کب له اوومې پیل او تر درېو اوونیو دوام وکړي.

په دې جلسه کې چې د بېلابېلو پوهنځیو د رییسانو په ګډون جوړه شوې وه، د جلسې ټولو غړيو د خپلو پوهنځيو له خوا د چمتوالي په څرګنداوي سره د ټولو اړتیاو او  اساسي موضوعګانو په پامنیوی ټینګار وکړ.

د کابل پوهنتون د ژمنی سمسټر درسونه چې د کب له اوومې پيلېږي تر درېو اوونیو به دوام وکړي. د ۱۴۰۱ هـ ل د وري له لومړۍ تر پنځه ویشتمې به د نوموړي سمستر ازموینې وي او د همدې کال د وري له اووه ویشتمې به پسرلنی سمسټر پيل شی.

د یادونې وړ ده چې کابل پوهنتون د جدیدالشمول محصلینو نوملیکنه به هم ژمني سمسټر د ازموینو له پيل سره سمه شروع او د ۱۴۰۱ هـ ل د وري تر پنځه ویشتمې به روانه وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: