د کابل پوهنتون استادانو د وړتیاوو ټاکلو ورکشاپ جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۶:۴
ku

 د « کابل پوهنتون استادانو د وړتیاو ټاکل» ورکشاپ د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د پیداګوژي څانګې له لوري د پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین او د ښکلو هنرونو پوهنځي، ژورنالیزم او اړیکو، انجنیري او کمپیوټر ساینس پوهنځيو یو شمېر استادانو په ګډون د روان کال د چنګاش په ۲۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د پوهنتون د مرکزي کتابتون په تالار کې جوړ شو.

د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین د دې ورکشاپ د جوړېدو په موخه یې د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د پیداګوژي څانګې استادانو څخه د مننې او درناوي ترڅنګ وویل، چې د دې ډول ورکشاپونو جوړول د استادانو د تواناييو او پوهنیزو او مهارتي وړتیاوو په برخه کې زیات مهم او ګټور دی او پدې برخه کې باید زیات ورکشاپونه او سمینارونه جوړ شي. د ښاغلي امین په وینا پدې ډول برنامو او ورکشاپونو کې استادانو موقع پیدا کوي، چې خپله او اکاډمیکه پوهه له یو بل سره شریکه کړي او د یو بل له شته  تجربو څخه ګټه پورته کړي او خپله وړتیا او توانايي لوړه کړي. د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال تاکید وکړ، چې د دې پوهنتون رهبري په ځانګړې توګه د پوهنتون جلالت مآب رییس تل د دې ډول علمي او اکاډمیکو برنامو ملاتړی دی.

د کابل پوهنتون د استادانو د وړتیاوو ټاکل ورکشاپ د یوې ورځې لپاره جوړ شوی دی او لس تنه استادان په يو وخت او لس تنه نور بیا په بل ټایم کې له یو بل سره د کابل پوهنتون د استادانو د وړتیاوو د ټاکلو په برخه کې خبرې اترې او نظرونه شریکوي. د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د پیداګوژي څانګې استاد او د دې ورکشاپ جوړوونکی پوهنمل رضا میرزايي وايي، چې د نړۍ په زیاتو معتبرو پوهنتونونو کې د استادانو د وړتیاو پیدا کولو او ټاکلو په موخه ورکشاپونه شتون لري او په همدې موخه مو دا ورکشاپ جوړ کړی دی. ښاغلي میرزايي زیاته کړه، چې هغوی له دې لارې د کابل پوهنتون وړ او غوره استادانو پېژندني او دا به د نورو استادانو د هڅونې سبب شي، چې پدې ډول برنامو کې ګډون وکړي. د میرزايي په وینا، دا ورکشاپ کولای شي استادان د نويو استادانو په ګمارنه، د استادانو ارزونه او د استادانو د ظرفیت او علمي او څېړنیزو مسایلو کې به مرسته او لارښوونه وکړی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: