د کابل ا و کندهار پوهنتونو شرعیاتو پوهنځيو ترمنځ د علمي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۲:۷
354

د روان کال وږي میاشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي، د کندهار پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي سره د مرستې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک په غونډه کې د کابل پوهنتون رهبري، د شرعیاتو پوهنځي استادانو، د کندهار پوهنتون رئیس او د شرعیاتو پوهنځي استادانو برخه اخیستې وه.

نوموړی هوکړه لیک د دواړو بنسټونو ترمنځ د کندهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي ماسترۍ پروګرام، څېړنیزو او  تدریسي مسایلو، د استادانو روزنې، سمینارونو، ورکشاپونو او کنفرانسونو په اړه ترسره شو.

د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز د کندهار پوهنتون رهبرۍ ته د ښه راغلاست ترڅنګ د موضوع د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د یاد هوکړه لیک د ټولو برخو پر عملي کولو یې ټینګار وکړ.

د کندهار پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي احمد شاه عاصم د نوموړي هوکړه لیک له پلي کېدو ډاډ ورکړ او هغه یې په علمي مسایلو کې د کندهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي مهمه لاسته راوړنه یاده کړه.

د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي شیخ عبدالمعید ابوالجراد او همدارنګه د کندهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي مولوي حزب الله کندهاري یاد هوکړه لیک د مرستې په برخه کې د مهمو مسایلو له امله ټولنیز او بډایه یاد کړ.

د غونډې په پای کې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال آقامحمد ژکفر، چې په یاده غونډه کې برخه اخیستې وه؛  د کندهار پوهنتون فارمسي پوهنځي سره د مرستې چمتووالی وښوود، په پام کې ده؛ چې په راتلونکي کې به په دې برخه کې هم هوکړه لیک لاسلیک شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: