د څېړنې میتود او د شمېرو تحلیل سمینار پایته ورسېد

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۹ - ۱۷:۱
participation

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو آمریت له لوري د څېړنې میتود او د شمېرو تحلیل سمینار، چې د دې پوهنتون ۵۰ تنو ځوانو استادانو لپاره جوړ شوی وو، د روان کال د غبرګولي په ۹ نېټه د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز او د پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهاند محمد شفیع شریفي په ګډون سره پای ته ورسېده.

د کابل پوهنتون رییس په دې برنامه کې پر خپل ګډون د خوښي ترڅنګ، هغه ګټور او مثمر وباله او د دې ‌‌‌‌‌‌‌ډول برنامو د دوام غوښتونکی شو او ویې ویل، چې د هرې ټولنې پرمختګ د هغې ټولنې په علم او پرمختګ پورې تړلی او د علم او پوهې پرمختګ په علمي څېړنو پورې تړلی دی.

دکتور عزیز  په قران او اسلامي شریعت کې د څېړنې مقام  او اهمیت بیان او همدارنګه یې د کابل پوهنتون د علمي څېړنو آمریت څخه د مننې ترڅنګ یې وویل، چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول غونډې یو معنوي ارزښت دی او مونږ هیله لرو، چې درانه استادان په پوره عزم او ارادې، اخلاص او باور سره محصلین زیاتو څېړنیزو او علمي کارونو ته وهڅوي.

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو  آمر ښاغلي پوهنمل دکتور ولي محمد سالاري دې سمینار ته د پوهنتون رییس راتګ او همدارنګه د کابل پوهنتون د پرمختګ او معیاري کولو لپاره یې د نوموړي له هڅو څخه ستاینه وکړه او د استادانو له لوري یې د محصلینو لپاره د کار او خدمت توفیق غوښتنه وکړه.

د دې سمینار یو تن ګډون ونکوونکي استاد  پوهنیار عبدالرحمن عابد د علمي څېړنو آمریت او د کابل پوهنتون رهبري څخه، چې دا سمینار یې جوړ کړی وو مننه وکړه او هغه یې ګټور او اغېزناک وباله او د داسې برنامو په دوام یې تاکید وکړ.

د دې سمینار په پای کې ګډون کوونکو ته د کابل پوهنتون د علمي څېړنو آمریت له لوري تصدیق پاڼې هم ورکړل سوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: