د پروان ولایت توپ درې (استوپه) لرغونې سیمې څخه د ټولنیزو علومو پوهنځي محصلانو علمي سفر

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۹:۱
354

د ټولنیزو علومو پوهنځي لرغون پوهنې او بشرپوهنې څلورم ټولګي او عمومي تاریخ درېیم ټولګي محصلینو د روان کال غبرګولي میاشتې په ۱۱نېټه د پنجشنبې په ورځ د پروان ولایت توپ درې ( استوپه ) لرغونې سیمې څخه لیدنه وکړه.

د پروان ولایت توپ درې تاریخي استوپه اثر په افغانستان کې د اسلام له دورې مخکې د تاریخي اوکلتوري سمبولو څخه دی؛ چې او س مهال نړیوال شهرت لري؛ او د هېواد د تاریخي او مهمو سرچینو څخه شمېرل کیږي.

د ټولنیزو علومو پوهنځي استادانو لخوا دمحصلینو سره ددې تاریخي اثر په اړه علمي معلوماتو ترڅنګ د هغه د خصوصیاتو  په اړه هم  معلومات شریک شول او همدارنګه د محصلینو پوښتنې یې هم ځواب کړې.

د دې علمي سفر په لړ کې د هزار بغل سیمې  خیرخانې مېنې کوتل تاریخي اثر پاتې ساحې او همدارنګه له دې ساحې څخه د وریښمو تاریخي لارې تیرېدنه؛ د یونان باختري او کوشاني دروه کې دافغانستان پایتخت (بګرام سیمې)  او د هغه په تاریخي اهمیت په اړه علمي معلومات شریک شول.

په آخر کې محصلینو ددې علمي سفر په لړ کې د کابل پوهنتون له رهبري څخه محصلینو ته د پاملرنې او دترانسپورتي امکاناتو ،  وسایلو د چمتو کولو له امله مننه او ستاینه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: