د محصلینو د نوښت مرکز پرانیسته وشوه

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۵:۶
354

د روان کال تلې میاشتې په ۲۰نېټه د پنجشنبې په ورځ د محصلانوچارو مرستیال، بشري سرچینو، نشراتو او د محصلانو خدماتو انسجام آمرینو په شتون کې د کابل پوهنتون محصلینو نوښت مرکز پرانیسته وشوه.

 په دې مرکز کې د محصلینو تخنیکي، علمي او تحصیلي برخو نوښتونه ساتل کیږي.

د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي صلاح الدین ایوبي د مرکز د کړنو پر څرنګوالي خبرې وکړې او ددې مرکز لخوا د نوښتګرو محصلینو د هڅونې ملاتړ غوښتنه یې وکړه.

 د کابل پوهنتون نشراتو آمر ښاغلي قاضي رحیم الله ندیم له محصلینو و غوښتل؛ چې خپل مسؤلیتونه دې وپیژني او په دې مرکز کې دې فعاله برخه واخلي.

د پرانیستې په پای کې د محصلانو خدماتو انسجام چارو آمر ښاغلي نواب ګل اتلزي وویل: (( نوموړی مرکز له نوښتګرو او فکر لرونکو محصلینو څخه ملاتړ کوي او تل د هغوی په خدمت کې دی.))

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو تحصیلي دریڅې ورکشاپ دایر شو

 د «لوړو زده کړو تحصیلي دریڅه» تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنيز ورکشاپ دایر شو.

 دا تحصیلي دريڅه، د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو لخوا د ثبت شویو درسي ویډیوګانو یو ځانګړی او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۳۵
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه سلګونه محصلین فارغ شول.

دا کورسونه د کمپیوټر اساسات، ویناوالۍ، خطاطۍ، ژبو، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي تحقیق، اداري. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: