د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي ځمکني تولیداتو له غرفو څخه لیدنه وکړه

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۹:۵۶
13

د کابل په بادام باغ سیمه کې د هېواد مني موسم ځمکني تولیداتو ۲۹ ام نندارتون ترسره شوی دی، د هېواد له هر ګوټ څخه تجارانو، صنعت کارانو او هقانانو خپل ځمکني تولیدات په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي له ۱۰ قلمه څخه زیات ځمکني تولیدات؛ چې ددې پوهنځي محصلینو لخوا جوړ شوي دي؛ هم په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې دي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي دکتور لطف الله خیرخواه چې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز یې ملتیا کوله؛ ددې نندارتون د لیدنې ترڅنګ د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي تولیداتو له غرفو څخه هم لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال محصلین وهڅول او د محصلینو هڅې یې د هېواد په مارکېټ کې د علمي بنسټونو د تثبیتولو نښانه یاده کړه او ټینګار یې وکړ؛ چې د لوړو زده کړو وزارت د هېواد د پوهنتونونو علمي او څیړنیز ملاتړ څخه به هیڅ ډول هڅې و نه سپموي او له هر ډول فرصت څخه به پوره ګټه ترلاسه کړي.

دیادونې ده؛ چې ددې نندارتون په لومړی ورځ د نظام لوړ رتبه چارواکو او همدارنګه د بهرنیو ډیپلوماتانو د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي له تولیدي غرفو څخه هم لیدنه کړې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د لوړو زده کړو د DARP MIS ورکشاپ دایر شو

د «DARP MIS » یا د استادانو د ګمارنۍ او علمي ترفعیاتو برېښنایی سیسټم تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنيز ورکشاپ دایر شو.

دغه پرمختللی آنلاین پلیټ فارم چې د هر ځای څخه د لاس رسي وړ دی، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: