د تر کیې د “می ۱۹” پوهنتون استادانو د کابل پوهنتون د کیمیا او فزیک پوهنځيو څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۰ - ۱۴:۵۵
visit

د ترکیې هیواد د سامسون ښار د “می ۱۹” پوهنتون یو شمېر استادانو د روان کال د غبرګولي په ۱۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د کیمیا او فزیک پوهنځیو څخه لیدنه وکړه او د دې پوهنځیو له رییسانو، استادانو او محصلینو سره یې په علمي او څېړنیزو همکاریو خبرې وکړې او د همکاریو وعده یې وکړه.

پدې لیدننه کې د “می۱۹” پوهنتون د فزیک څانګې یو تن استاد دکتور نجمي په درسي ټولګي کې د کیمیاوي کرسټال پر موضوع خپل څېړنیز لکچر نوټ محصلینو ته وړاندې کړ او په  “می ۱۹” پوهنتون کې د تحصیل د دوام لپاره د غوښتنلیک د څرنګوالي او  د دې پوهنتون څېړنیزو  کارونو ته د لاسرسی او ګ‌‌‌‌‌‌ډون په اړه ګ‌‌‌‌‌‌ډون والو ته هر اړخیز معلومات ورکړل.

وروسته د کیمیا او فزیک پوهنځیو مسوولینو، استادانو او محصلینو کابل پوهنتون ته د هغوی راتګ ته د قښه راغلاست تر څنګ یې له دې پوهنځيو سره د هغوی د همکاري لپاره علاقمندي او نورو معلوماتي موضوعاتو په اړه مننه وکړه او  د ترکیې د سامسون ښار د “می۱۹” پوهنتون سره د څېړنیزو علمي او اکا‌‌‌‌‌‌ډمیکو کارونو کې د منظمو اړیکو  غوښتونکي شول او تاکید یې وکړ ، چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول لیدنې د همکاري لپاره ښه زمینه برابروي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: