د انجینري پوهنځي ماستري برنامې دفاع ترسره شوه

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۷:۵۳
3131

د روان کال وږي په ۱۸ نېټه د شنبې په ورځ د کابل پوهنتون انجینري پوهنځي اکترونیک او برق څانګې ماسترۍ برنامې لومړۍ دورې فارغینو تزس دفاع ترسره شوه.

په دې غونډه کې د پوهنتون رئیس او محصلانو چارو مرستیال، د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس، د انجینري پوهنځي رئیس او استادانو برخه اخیستې وه.

د انجینري پوهنځي رئیس ښاغلی دکتور عبدالقیوم کریم د الکترونیک او برق څانګې ماسترۍ برنامې د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ  د میلمنو له ګډون څخه مننه وکړه او فارغو محصلینو  ته یې مبارکي ورکړه.

د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز د خبرو په لړ کې د انجینري پوهنځي رهبرۍ او استادانو له کار او هڅو او همدارنګه د برېښنا شرکت مسؤلینو له ګډون څخه مننه وکړه او د محصلینو عملي کارونو پر اهمیت او اړتیا یې خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه: ((د نظام رهبري هڅې کوي، تر څو د هېواد په داخل کې د لوړو زده کړو لپاره په لوړو برخو کې د ظرفیت لوړونې زمینه برابروي او دغه مسئله د متخصصو کادرونو په روزلو او پر ځان بساینې په برخه کې مرسته کوي.))

په همدې حال د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس صفي الله احمدزي په یاده غونډه کې ګډون له امله خوښي څرګنده کړه او د برق څانګې محصلینو څخه وغوښتل؛ تر څو نوې تکنالوژي د برق په څانګه کې زده کړي. نوموړي د برېښنا شرکت په بیلابیلو برخو کې د ستونزو یادولو سره د کابل پوهنتون څخه د مرستې غوښتنه وکړه. همدارنګه ښاغلي احمدزي ژمنه وکړه، چې د انجینري پوهنخي برق څانګې محصلینو لپاره به عملي کار زمینه برابروي.

د انجینري پوهنځي الکترونیک او برق څانګې ماسترۍ برنامې لومړۍ دورې څخه ۱۲ تنه فارغ شول او له خپلو تزسو څخه یې په بریالي توګه د فاع وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د کابل پوهنتون پنځو ممتازو فارغانو ته ځانګړې ډالۍ او د دندو ژمنه ورکړل شوه

د کابل پوهنتون د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ۲۲ پوهنځیو ۲۵۰۰ فارغانو له ډلې هغه پنځه محصلین چې د ټول پوهنتون په کچه یې له لومړۍ تر پنځمې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې او عمومي ممتاز فارغان پېژندل شوي وو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د لوړو زده کړو د DARP MIS ورکشاپ دایر شو

د «DARP MIS » یا د استادانو د ګمارنۍ او علمي ترفعیاتو برېښنایی سیسټم تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنيز ورکشاپ دایر شو.

دغه پرمختللی آنلاین پلیټ فارم چې د هر ځای څخه د لاس رسي وړ دی، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: