د ارواپوهنې پوهنځي ماسترۍ پروګرام نصاب په موخه د نیازسنجی غونډه ترسره شو

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۱۵:۵
478

د کابل پوهنتون ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د عمومي اروا پوهنې ماسترۍ برنامې د رامنځ ته کولو لپاره تازه ګام اخیستی. په همدې موخه د پوهنځي رهبري د معیاري او کارېدونکي نصاب د تدوین او جوړښت په موخه د نیاز سنجۍ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت او د عامې روغتیا وزارت، د ښوونې او روزنې پوهنتون، د افغاني سرې میاشتې ټولنې، د ( IRC) او څو نورو عمومي او خصوصي بنسټونو استازو پکې برخه اخیستې ده.

د ارواپوهنې پوهنځي رئیس ښاغلی پوهنمل مجیب الرحمن رحماني یادو ادارو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی وغوښتل؛ چې عمومي اروا پوهنې ماسترۍ پروګرام نصاب د اغېزمنتیا، دوام او ټولنیز کېدو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړي.

د کابل پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي محمداشرف غیرت په یاده غونډه کې وویل: د ارواپوهنې پوهنځي ماسترۍ پروګرام نصاب باید داسې ترتیب شي، چې د ټولنې د وګړو رواني ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

په دې پروګرام کې ګډونوالو د ارواپوهنې پوهنځي ماسترۍ پروګرام نصاب په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مصرح کړل؛ چې د پوهنځي د رهبرۍ د پام وړ وګرځېدې. د پام وړ ده چې یاده غونډه د روان کال په ۲۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: