د کابل پوهنتون په کرنې پوهنځي کې د غنمو سکتور ارزونې دوه ورځينی ورکشاپ جوړ شو

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۴:۵۳
workshop

غنم زمونږ د هیواد یو له سټراټیژیکو پيداوارو څخه دي، چې د غذايي مصئونیت لپاره مهم شمېرل کیږي. افغانستان له کلونو راهیسې هڅه کړې ده تر څو د غنمو د تولید په برخه کې ځان بسیايينې ته ورسیږي؛ یواځې دانه، چې خپلو موخو ته ندی رسېدلای، بلکې د وخت په تېرېدو سره مو هیواد د اوړو وارداتو باندې متکي شوی دی.

بې ثباتي د غمنو بیې په نړۍ والو بازارونو کې، په داخلي بازارونو کې د غنمو او اوړو بیې اغېزمنوي، چې په پایله کې خوړو ته د نادارو کورنیو لاسرسی محدوديږي.

کابل پوهنتون هڅه کړې ده تر څو د دې ستونزې د حل په موخه د یوې پالیسي طرحه جوړه کړي او د نظام اړوندې برخې ته یې وړاندې کړي. پدې توګه د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي ته دنده وسپارل شوه تر څو د غنمو د تولید په برخه کې ځان بسیایینې ته د رسېدو لپاره په یوې هر اړخیزې طرحې کار وکړي. د دې غوښتنې سره په یو وخت یاد پوهنځي د غنمو په سکتور کې د ستونزو د ارزونې ورکشاپ جوړ کړ. دا ورکشاپ د غبرګولي په ۱۷ نېټه د کرنې پوهنځي د کنفرانسونو په تالار کې د کابل پوهنتون د رهبري، استادانو، د کرنې وزارت او د کرنیزې څېړې انستیټوټ د مسولینو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون پرانیستل شو.

یاد ورکشاپ د قرانکریم په مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پيل او د کرنې پوهنځي رییس ښاغلي پوهاند غلام رسول فیضي لومړی خبرې وکړې او د ورکشاپ ارزښت یې بیان کړ.

وروسته د کابل پوهنتون رییس ښاغلي داکټر اسامه عزیز خپلې پرانیستې خبرې وکړې او د ورکشاپ د انګېزې او موخې په هکله یې ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکو ته وضاحت ورکړ. وروسته د کابل پوهنتون علمي مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي خبرې وکړي او ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکو ته یې د غنمو سکتور پالیسي جوړولو د اهمیت په هکله معلومات ورکړل.

د کرنې وزارت د زراعتي څېړنې انستیتوت رییس ښاغلي مولوي نصرت الله طلحه د وروستي ویناوال په توګه یې د موضوع د اهمیت په هکله لن‌‌‌‌‌‌ډې خبرې وکړې.

د پرانیستې برخې ویناوالو وروسته، د ورکشاپ برابرونکي ښاغلي پوهندوی ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب الله حسن زوی خپل پرېزنټېشن وړاندې کړ او د دې ورکشاپ موخې او مقاصد یې په مفصله توګه بیان کړل.

پدې توګه ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکي په درې ګروپونو وویشل شول او په عملي توګه ورکشاپ پيل شو، چې دوه ورځې به دوام وکړي او په پای کې به د غنمو سکتور ستونزو پالیسي او ځان بسیاینې ته د رسېدو طرحه جوړیږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۳۵
Background image

فراغت صدها محصل از کورس های ارتقای ظرفیت

صد های تن از محصلان پوهنتون کابل، از کورس های کوتاه‌ مدت ارتقای ظرفیت فارغ شدند.

این کورس های آموزشی در بخش‌های مبانی کامپیوتر، فن بیان، خطاطی، زبان‌ ها، هوش مصنوعی، گرافیک دیزاین، روش. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۳
Background image

ورکشاپ آموزشی "مقاله نویسی علمی" اغاز شد

ورکشاپ آموزشی سه روزه تحت عنوان "مقاله نویسی علمی" از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کابل آغاز شد.

سخنرانان در این برنامه، پیرامون کلیات و ساختار معیاری و به بررسی دقیق پیوند میان. . .

برگشت به اخبار

گالری رسانه

۲۰۹۶ تن از محصلین پوهنتون کابل به سطح لیسانس فارغ شدند

پیشرفت‌های پوهنتون کابل پس از پیروزی

گزارش تصویری مرکز معلومات افغانستان در پوهنتون کابل:

پوهنځی انجنیری پوهنتون کابل

مولوی عبدالسلام حنفی صاحب معاون اداری ریاست الوزرای ا.ا.ا:

سخنرانی معاون سیاسی ریاست الوزرا محترم مولوی صاحب عبدالکبیر در مراسم جشن فراغت محصلین پوهنتون کابل:

از ۲۲ پوهنځی پوهنتون کابل ۲۳۰۸ تن محصلین به سطح لیسانس فارغ شدند جزیات بیشتر در راپور ویدیویی ذیل تماشا نمایید.

راپور ویدیویی از فعالیت ها و دستاوردهای پوهنځی کیمیا پوهنتون کابل در اینجا قابل مشاهده است.

پوهنځی علوم وترنری پوهنتون کابل. جزئیات بیشتر را در گزارش ویدیویی ذیل دنبال کنید.

گزارش ویژه از تاریخچه، دست آوردها و برنامه های آینده پوهنځی فزیک پوهنتون کابل:

گزارش مختصری از فعالیت های انجام شده پوهنتون کابل در ماه اسد.

گفتگوی ویژه با رئیس پوهنځی فارمسی جناب محترم دکتور آقا محمد ژکفر در خصوص دستاوردها و وضعیت عمومی پوهنځی مذکور: