د فارمسي پوهنځي ستراتیژیک پلان په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۱۶:۱۰
pic

نوموړی سمینار چې د روان کال غويي میاشتې په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ جوړ شوی وو؛ د فارمسي پوهنځي اداري کارکوونکو او محصلینو پکې ګډون درلود.

د فارمسي پوهنځي ستراتیژیک پلان د پوهنځي ستراتیژیک پلان کمټې لخوا د راتلونکو پنځو(۱۴۰۲ـ۱۴۰۶)  کلونولپاره جوړ شوی چې د پوهنځي او پوهنتون علمي شورا لخوا تائید شوی دی.

د فارمسي پوهنځي رئیس ښاغلی پوهنوال آقا محمد ژکفر د یاد سمینار د وړاندې کولو په وخت کې وویل: «نوموړی پلان د پوهنځي پنځه کلنې موخې ټاکي، په پلان کې د غښتلتیا، کمزورتیا، فرصتونه او ننګونې په نظر کې نیول شوې دي، کامیاب پلان دی، چې د هغه د محتویاتو او جزیاتو د پوهاوي په اړه مو نوموړی سمینار جوړ کړی دی».

د فارمسي پوهنځي رئیس همدارنګه زیاته کړه، چې د پخواني ستراتیژیک پلان له پلې کولو څخه غوره لاسته راوړنې لري.

د فارمسي پوهنځي ستراتیژیک پلان د پوهتنون د خپرونو په آمریت کې تر چاپ لاندې دی او ژر به د پوهنځي شعبو او څانګو په اختیار کې ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۸:۴۴
Background image

د کمپیوټر ساینس د دکتورا محصلینو او اړوند ادارو ترمنځ علمي ـ څېړنیزه ناسته ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دوکتورا دورې د محصلینو او یو شمېر امارتي او خصوصي ادارو د استازو ترمنځ علمي ـ څېړنیزه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د کورنیو چارو، عامې روغتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

له کرنې تر سوداګرۍ؛ د کرنیزو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه ورکشاپ جوړ شو

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي له لوري «له کرنې تر سوداګرۍ؛ د کرنیزو فرصتونو د رامنځته کولو لارې چارې» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي ـ عملي ورکشاپ جوړ شو.

د ورکشاپ موخه د کرنې په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۰
Background image

پښتو او دري مقالې، په نړیوال اعتبار!

د کابل پوهنتون د علمي مجلې امریت له لوري پښتو او دري مقالې په نړیوالو ژورنالونو «د طبیعي علومو علمي- څېړنیز ژورنال» او «د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیز ژورنال» کې، له نړیوال اعتبار سره. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: