د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۵:۸
ku

د کابل پوهنتون نوبتي د روان کال د غوايي په ۷ نېټه د کابل پوهنتون رییس او مرستیالانو او د دې شورا د نورو غړو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د پوهنتون د علمي ناستو په تالار کې جوړه شوه.

دا ناسته د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په مشري جوړه او په اکا‌‌‌‌‌‌ډمیکو اړوندو موضوعاتو د هغې له ‌‌‌‌‌‌ډلې: په کابل پوهنتون کې د علمي څېړنو معاونیت جوړولو څرنګوالی، د ازموینو پای او د پسرلني سمسټر د پيل لپاره تیاریانې، د کابل پوهنتون او نورو پوهنتونونو د استادانو د ګمارنې ۲۵ دوسېې، د استادانو د علمي ترفیعاتو ۱۱ دوسیې، د استادانو د منفکي ۷ دوسیې، د علمي رتبو د تثبیت ۳ دوسیې او د کابل پوهنتون د محصلینو چارو او مالي او اداري چارو معاونیتونو درې متفرقه  موضوعاتو دوسیو باندې د دې شورا د غړو ترمنځ بحث او نظرونه څرګند شول، چې په پایله کې د علمي شورا په اجنډا کې هره شامله اجنډا د موجوده اصولو او مقرراتو په رڼا کې لازم تصمیم ونیول شو او تر تصویب وروسته خپلو اړوندو برخو ته د پلي کېدو په واستول شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۸:۴۴
Background image

د کمپیوټر ساینس د دکتورا محصلینو او اړوند ادارو ترمنځ علمي ـ څېړنیزه ناسته ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دوکتورا دورې د محصلینو او یو شمېر امارتي او خصوصي ادارو د استازو ترمنځ علمي ـ څېړنیزه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د کورنیو چارو، عامې روغتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

له کرنې تر سوداګرۍ؛ د کرنیزو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه ورکشاپ جوړ شو

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي له لوري «له کرنې تر سوداګرۍ؛ د کرنیزو فرصتونو د رامنځته کولو لارې چارې» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي ـ عملي ورکشاپ جوړ شو.

د ورکشاپ موخه د کرنې په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۰
Background image

پښتو او دري مقالې، په نړیوال اعتبار!

د کابل پوهنتون د علمي مجلې امریت له لوري پښتو او دري مقالې په نړیوالو ژورنالونو «د طبیعي علومو علمي- څېړنیز ژورنال» او «د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیز ژورنال» کې، له نړیوال اعتبار سره. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: